د لاس رسي وړ اتصالات

د ننگرهار په شیرزادو کې حکومت او طالبانو جگړه کړې 


د دولت ايتلاف قواوو اوسله والو مخالفينو ترمنځ دننګرهار ولايت دشېرزادو په ولسوالۍ کې جګړه شوې.وسله وال مخالفين په دې جګړه کې خپلو سيالو ته ددرنې مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي.

دطالبانو دتورې بوړې دمحاذ په نوم ددولت ديوې مخالفې ډلې وياند قاري سجاد ديکشنبې په ورځ مطبوعاتو ته ويلي چې دننګرهار ولايت دشيرزادو په ولسوالۍ کې دافغان او بهرنيو قواوو سره دڅو ساعتونو لپاره مخامخ جګړه کړې.

قاري سجاد دعوه کړې چې په دغه نښته کې څو تنه پوليس وژل شوي او دوه رنجر موټرې له منځه وړل شويدي. خو وايي چې ددویقواوو ته کوم زيان ندې رسيدلې.

نوموړي دا هم ويلي چې دا بريد يې دامريکايي قواوو دهغه بمبارۍ دغچ اخيستنې لپاره کړې چې څوورځې وړاندې دخوګياڼو په ولسوالۍ کې ددغو قواوو له خوا دولس تنه ووژل شول.

دننګرهار امنيتې چارواکي اوپه سيمه کې پرتې بهرنۍ قواووې ددغې جګړې پخلى کوي خودانه مني چې دوي ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده .

ددغه ولايت امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور وايي چې نن له غرمې مخکې دافغان بهرنيو قواوو او دوسله والو طالبانو تر منځ دشيرزادو په ولسوالۍ کې يوپر بل ډزې کړي خو دده په وينا کومه مرګ ژوبله يې نده رامنځته کړې.

په جلال اباد کې دايتلاف قواوو يوه مطبوعاتي دفترهم دامنلي چې په ياده شوې سيمه کې ددوي اوسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه شوې خوکومه مرګ ژوبله نه لري.

بل لور ته وسله والو مخالفينو دا دعوه هم کړې چې تيره شپه يې دننګرهار ولايت دپچير اګام ولسوالۍ دصبر په سيمه کې دامريکايي قواوو يو ټانګ په ماين الوزولې چې دغو قواوو ته يې مرګ ژوبله وراړولې.

خو دولت اوايتلاف قواوو ددوي دغه ادعا بې بنسټه بللې ده . په دې وروستيو کې دافغان،بهرنيو،ايتلاف قواوووسله والومخالفينو ترمنځ په ختيځوولايتونو کې دجنګ جګړو اووسله والو بريدونو پېښې زياتې شوي دي.

دواړه لوري تل په دې بريدونو کې يوبل ته دمرګ ژوبلې اړولومتضادې دعوې کوي .په دغوبريدونو اونښتو کې ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

کتونکي دداډول پېښوزياتوالىپه سيمه کې د امنيتي ستونزو دراپيداکېدويولوى عامل بولي.

XS
SM
MD
LG