د لاس رسي وړ اتصالات

تایلنډ کې د مرگانیو مظاهرو تحقیق کیږي


(عکس: AP) په تایلند کې طبي مامورین وايي چې د ملک په پایتخت بنکاک کې په هغو نښتو کې چې د حکومت د مخالفینو او عسکرو تر منځ پېښې شوي دي، یو شمیر خلک وژل شوي او د اتو سوو په حدودو کې نور خلک ټپیان شويدي.

مظاهره کونکي دا غوښتنه لري چې صدراعظم ابهیست ویجاجيوا دې استعفی وکړي. ویل کیږي چې ښاغلي ابهیست د پېښې د تحقیق امر ورکړی دی او د استعفی له کولو نه یې ډډه کړېده.

د تایلند صدراعظم ابهیست ویجاجيوا په ملي تلویزیون کې ددغه هیواد خلکو ته یوه وینا واورله او د قربانیانو خپلو خپلوانو ته د خپلې خواشینۍ مراتب څرگند کړل. ده وویل:

دی د مخالفینو د اعتراضونو د غلي کولو په جریان کې د وینو په بهیدلو او د کسانو په وژل کیدلو سخت خواشینی شوی دی. ده وویل چې د پیښې مکمل تحقیق به سرته ورسیږي. هغه زیاته کړه چې دی به هیڅکله له خپلې وظیفې نه گوښه نه شي.

د تایلند د حکومت ویاند پانیتان واتنیاگورن وویل چې تحقیقات به په پراخه پیمانه سرته ورسیږي او د اعتراض کونکو استازي به په دغو تحقیقاتو کې برخه ولري. پانیتان وویل:

مونږ په دې متعهد یو چې عدالت به تامین شي. مونږ دې ته حاضر یو چې د عدالت په جریان کې شامل شو. مونږ په دې پیل کړی دی چې مستقل علمي موسسات او د پولیسو تحقیقاتې ډلې د خلکو د وژل کیدلو تحقیق وکړی. مونږ همدارنگه خوشاله به شو که چیرې د مظاهره چیانو استازي خاصې کمیټې سره یو ځای د تیرې شپې د وژل کیدلو قضیه وڅیړي.

پانیتان وویل څلور افسران وژل شوي او ددوو سوو نه زیات نور یې چې د ځنو حالت نازک ښودل شوی دی، په دې نښتو کې ژوبل شوي دي. ده مظاهره چیان په دې تورن کړل چې د اعتراضونو په جریان کې وسلې اود اوښکي بهونکي گاز نه کار اخیستی دی او دا خبره ونه منله چې پولیسود مظاهره چیانو پرضد له حقیقي مردکیو نه کار اخیستی دی.

دغه یوه میاشتني اعتراضونه هغه وخت په تاوتریخوالي بدل شول چې پولیسو وغوښتل چې په اصطلاح سره کمیس والا اعتراض کونکي د پای تخت نه وباسي کومو چې د ښار مهمې برخې بندې کړې وې.

یوه اعتراض کونکي چې ځان گن معرفي کړ، تاوتریخوالی په خپلو سترگو کتلی دی. ده وویل:

هلیکوپترو له هوا نه په خلکو باندې اوښکي بهونکي گاز وشندل او ورسره پوځیان سیمې ته ننوتل.

خو پوځیانو په دې ونه توانیدل چې حتې د ربړي گولیو، اوښکي بهونکي گاز او حتي مردکیو په ویشتلو اعتراض کونکي له خپلو ځایونو نه وشړي. اعتراض کونکو د تیږو په گزارونو، ټوپکو او د پټرولي بمونو په واسطه له ځان نه دفاع وکړه.

د تایلند طبي کارکونکي وايي چې د څلورو افسرانو او یوجاپاني عکاس په شمول چې د ریوترز سرې یې کارکاؤ په دې نښتو کې ډیر شمیر کسان ووژل شول. د شنبې په ورځ د بنکاک په مختلفو برخو کې ٥٢٠ نور کسان ژوبل شول.

د شنبې د شپې په وروستیو برخو کې اعتراض کونکو د فان فاه د پله د پاڅه د اعتراض کونکو دوه مړی ستیژ ته راوستل او ددوی نومونه یې واخیستل.

د یکشنبې په ورځ په بنکاک کې ارامي شوله، خو اعتراض کونکو اوس هم د ښار ځنې مهمې برخې په خپل لاس کې ساتلي دي. هغه فوق العاده حالت چې د حکومت لخوا اعلان شوی دی اوس هم په خپل ځای دی.

د امریکا متحده ایالاتو د دواړو خواوو نه غوښتنه وکړه چې زغم له لاسه ورنه کړي او د خبرو له لارې خپله کشاله حل کاندي.

XS
SM
MD
LG