د لاس رسي وړ اتصالات

په تالقانو كې د اوبو لوی بند جوړ شو


د تالقانو د خطايان په منطقه كې يو كانال چې ۱۲۰۰۰جرېبه ځمكه ترې خړوبيږي جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو، دغه كانال چې د جوړېدو چارې يې مرسي كورپ موسسې له خوا پرمخ وړل كېدلې، د امريكا دمتحده ايالاتو دانكشافي ادارې USAIDد ۲۱۵زره امريكايي ډالرو په مالي لگښت جوړ شو.

د تخار د والي وياند فيض محمد توحيدي وايي چې زراعتي ځمكو ته د اوبو رسولو ددغه كانال په جوړېدو سره د خطايان دعلاقې بزګرانو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شوي دي، هغه وايي چې ددغه نهر په جوړېدو سره د سيمې دخلكو د دولس زره جرېبه څخه زياته زراعتي ځمكه خړوبيږي، چې په وينا يې دا يوه لويه لاسته راوړنه ده.

هغه دا هم وويل چې سږ كال د امريكا د متحده ايالاتو انكشافي اداره غواړي چې په تخار ولايت كې د اوبو رسونې او داوبو دتنظيم په برخه د مرسي كورپ موسسې له لارې د دوه ميلونو امريكايي ډالرو په لګښت پروژې عملي كړي.

د تخار د والي وياند فيض محمد توحيدي وايي چې دغه ولايت په ډېرو برخو كې بيا رغونې ته اړتيا لرې خو زياتوي چې مرستندويه موسسات بايد د زراعت او مالدارۍ برخې ته زياته پاملرنه وكړي ځكه چې دنوموړي په وينا ددغه ولايت اكثره خلك بزګران دي او ددغه ولايت زراعت بيا رغونې ته ډېره اړتيا لري.

د تالقانو يو شمېر اوسيدونكي هم ورته نظر لري او وايي چې كه موسسات او دولت غواړي چې خلكو ته په سمه توګه كار وكړي نو په كار ده چې ددغه ولايت د اوبو دتنظيم او د اصلاح شوو تخمونو د رواجولو په برخه كې خپلې پروژې عملي كړي.

د تالقانو د چشمه شېر د سيمې يو بزګر رحيم الله وايي هر كال چې د پسرلي په موسم كې د بارانونو له امله كوم سېلابونو راوځي له امله يې ددوى نهرونه او سربندونه ويجاړيږي، هغه وايي چې دولت او مرستندويه موسسات بايد تر هر بل كار دمخه ددوى سربندونه او نهرونه په سمه توګه جوړ كړي تر څو په راتلونكي كلونو كې دوى ددغه مشكل سره مخ نه شي، او نه هم د سربندونو او نهرونو د ويجاړېدو له امله د دوى فصلونه وسوزي.

XS
SM
MD
LG