د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا خارجه او دفاع وزیرانو کرزی 'بااعتماده انډیول' وباله


د امریکا د بهرنیو چارو وزیری هیلری کلینټن په دی وروستیو وختونو کی د جمهور رئیس کرزي لخوا د بهرنیو ملکونو په اړه د جنجالی تبصرو سره سره دی یو د اعتماد وړ انډیوال وباله.

میرمن کلینټن او د دفاع وزیر رابرت گیتس نن د CBS د ټلویزیون سره په مرکی کی د افغانستان د جمهور ریس دفاع وکړه.

هغوی همداشان اطمینان ورکړ چی ښاغلئ کرزی به د می د میاشتی په دولسمه نیټه په سپینه ماڼۍ کی د جمهور ریس براک اوباما سره ملاقات وکړی.

سپینی مانۍ تیره اونۍ داسی وښوده چی که چیری ښاغلی کرزئ خپلو دی ډول تبصرو ته ادامه ورکړی چی نړیواله ټولنه یی نامناسبه گڼی ، نو ښایی سپینه ماڼۍ امریکا ته د هغه سفر فسخ کړی.

ښاغلی کرزی بهرنی قدرتونه په دی تورن کړی وو چی هغوی داسی جعل کاری سازماندهی کړی وی چی په نتیجه کی یی د تیر کال د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د جعل کاریو اعاگانی وشوی.

کرزي همداشان گواښ کړی و چی که په هغه باندی د خارجیانو لخوا فشارونه ادامه پیدا کړی نو د طالبانو سره به یو ځای شی.

د دفاع وزیر رابرت گیتس نن د اې بی سی د ټلویزیون سره په مرکه کی وویل چی امریکا باید په ښاغلی کرزی باندی په خپلو تبصرو کی د احتیاط نه کار واخلی ځکه چی کیدای شی افغانان د هغه په هکله جدی انتقاد د افغانستان خودمختارۍ ته بی احترامی وگڼي.

هغه همدا شان د کندهار په لایت کی د ثبات رواستو لپاره د ناتو او د افغان قواوو د راتلونکو عملیاتو لپاره د جمهور ریس کرزي موثره ونډه وستایله.

XS
SM
MD
LG