د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: امریکا د کرزي مقابل کی نرمښت غوره کړی


د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی امریکا کوشش کوی چی د ښاغلی کرزی په مقابل کی، دنرمښت پالیسي غوره کړی.

ورځپاڼه لیکی تقریبا له یوکال نه زیاته موده کیږی چی دالیدل کیږی چی دامریکا د حکومت توانایی په دی کی مخ په زوال ده چی پر ښاغلی کرزی باندی خپل اثراورسوخ قایم وکړی.

د اوباما داداری چارواکی اوس په خپلو خصوصی مجالسو کی دا منی چی د سختۍ او نرمۍ د دریځ پالیسی Tough-Love چی د هغه په مقابل کی ددی اداری دکار له پیل نه شروع شویده ښایی چی یوه غټه اشتباه به وه.

ددغه طرز االعمل فرق په دوه غونډو کی څرگندو.

دمارچ په ٢٨مه جنرال جونز دملی امنیت سلاکار له واشنگټن نه د کابل په لورسفر کی، خبریالانو ته وویل چی دی وعده کوی چی ښاغلی اوباما به له افغان جمهوررئیس نه د امریکا د هغو غوښتنو په باب چی د اداری فساد د ختمولو او مخدره موادود قاچا ق په بندو لو کی یی کړیدی او له نظره غورځول شویدی، پوښتنه وکړی.

بله داوه چی د تیری جمعی په ورځ جنرال جونز دامریکا د ملی امنیت سلاکار خبریالانو ته له جمهوررئیس اوباما سره د پراگ د سفر په وخت کی وویل چی ښاغلی اوباما ښاغلی کرزی ته دمننی یو لیک وراستولی دی او خپل ممنونیت او تشکرات یی له هغه نه په کابل کی د ماښامنی ډوډۍ لپاره ترینه څرگند کړیدی. جنرال جونز وویل دا له احترام نه ډک لیک و.

نیویارک ټایمز لیکی چی داوباما اداری چارواکی وایی چی دوی به د جمهوررئیس بش ددوری هغه وخت ته بیرته ورستانه نشی چی هغه به په میاشت کی دوه ځلی له ښاغلی کرزی سره په ویډیو کنفرانس کی خبری کولی.

خو په دی کی مهم او مرکزی ټکی ددی خبری منل دی چی ښایی د عام محضر فشار ښاغلی کرزی عکس العمل ته اړکړی و. نیویارک ټایمز لیکی داوباما داداری یوه جگپوړه چارواکی وویل چی موږ غواړو، په دی برخه کی نورهم څه وکړو او هغه دا چی سختی کمه کړو اونرمی زیاته کړو.

د پولیټیکو په نامه یوه بله امریکايي خپرونه لیکی چی لیز چینی له ښاغلی کرزی نه دفاع کوی. دامریکا ددفاع وزیر رابرت گیټس وایی چی جمهوررئیس کرزی دافغانستان داستقلال تجسم او څرگندونه کوي.

د پولیټیکو خپرونه د امریکا د جمهوری ریاست د پخوانی مرستیال ډک چینی د لور لیز چینی له قوله لیکی چی هغی په خپلو خبرو کی د اوباما پر خارجی پالیسی باندی په دی انتقاد وکړ چی له افغان جمهوررئیس حامدکرزی سره یی خپلی اړیکی سړی کړی دي.

هغی وویل چی موږ د افغانستان د جمهوررئیس حآمد کرزی ملاتړ ته ضرورت لرو چی په افغانستا ن کی کامیاب شو. لیز چینی وویل چی د سپینی ماڼی لخوانه له هغه سره وړ سلوک ندی شوی. هره ورځ ناوړه انتقادونه پری کیږی او له دی نه انکار کیږی چی حتی دا ووایی چی هغه یو متحد او انډیوال دی.

لیز چینی وایی په عربی نړی کی یومتل دی چی وایی دامریکا دوستی دامریکا له دښمنی نه ډیرخطرناک کاردی. هغه وایی چی په اوسنی اداره کی همدا متل ریښتیا ثابیتیږی.

د پولیټیکو خپرونه لیکی چی حامد کرزی په دی نیژدی وخت کی په یوه خواکی هم مدافعین ندی پیدا کړی. مقصد یی دامریکا په کانگریس کی ددیموکراتانو او جمهوری خواهانو ډلی دی. واشنگټن، په زیاتیدونکی توگه د ښاغلی کرزی حکومت په اداری فساد اخته او غیر موثر بللی دی.

په همدی سبب په یوشمیر رپوټونو کی، په دی نیژدی وخت کی راغلل چی هغه گواښ کړیدی چی له طآلبانو سره یوځای شی. د پولیټیکو خپرونه لیکی چی د لیز چینی خبری دکانگریس په اټکل کولو کی د باور وړ دی. نو هغه ښایی په دی وتوانیږی چی هغه ته یوڅه ملاتړ راجلب کاندی.

لیز چینی په خپلو خبرو کی وویل چی که داوباما اداره غواړی چی پر کرزی باندی انتقاد وکړی، نو پکارده چی په شخصی اوخصوصی مجلسو کی یی وکړی. ځکه په عام محضر کی دا انتقادونه توهینوونکی وی او په پای کی به هیڅ ښه نتیجه ورنکړی. هغی وویل چی زما دخبرو مانا دانده چی هغه بشپړ دی. خو موږ ورته ضرورت لرو.

د پولیټیکو خپرونی، د امریکا د دفاع د وزیر رابرت گیټس تبصره د ښاغلی کرزی په برخه کی راا خیستی ده:

رابرت گیټس وایی تاسی پوهیږی چی هغه یو سیاسی مشر دی. دهغه خبرو ته په داخل کی هم غوږ نیول کیږی او په بهر کی هم . زه تاسی ته، ویلی شم چی جنرال مکریستل له هغه سره په منظم ډول لیدنی ا وکتنی کوی. هغوی ډیر ی مثبتی کاری اړیکی لری. زه فکرکوم چی سپینه خبره وکړو، نو پکارده چی موږ په خپلوتبصرو کی د جمهوررئیس کرزی په باب پام وکړو اوحساس واوسو. دامو په پام کی وی چی له هغه سره موږ څه ډول سلوک وکړو، ځکه چی هغه افغانستان د استقلام تجسم او څرگندونه کوی.

پولیټیکو دامریکا د خارجه وزیری هیلری کلنټن تبصره هم د ښاغلی کرزی په باب چی په میټ Meet The Press پروگرام کی یی کړیده ،رااخیستی ده:

هیلری کلنټن وایی چی زه په شخصی ډول له جمهوررئیس کرزی سره ډیره خواخوږی لرم ځکه هغه د فو ق العاده فشار لاندی لاندی د ژوند په هره دقیقه کی هره ورځ ژوند کوی. زه په دی برخه کی لږ تجربه لرم چی په سیاسی ډگر کی انسان څنگه وی.

له دی کار سره ډیر هیوادونه آشنا ندی چی په امریکا کی که یو اخبار په چا انتقاد وکړی او دا پوښتنه پیدا نشی چی ایا زموږ حکومت یی ترشا دی؟ افغانستان هم له دی کار سره تجربه نلری. نوځکه دی په دی برخه کی یوازی ندی. داکار زموږ لپاره په امریکا کی غیرمعمولی ندی چی ورسره مخ شو. خو کله زه چی له نورو مشرانو سره د سیاسی چارو په ترڅ کی ملاقات کوم ؛ زه له داسی تجربی سره ډیره مخ کیږم.

XS
SM
MD
LG