د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان كې پر پوليسو بريد او کنړ کې د قومي مشر وژنه


د بغلان ولايت د حسين خيلو په سيمه كې د دولت مخالفو وسله والو پر پوليسو بريد كړى دی. د بغلان ولايت د والي وياند محمود حقمل وايي چې په دغه بريد كې يو تن د دولت مخالف وسله والو وژل شوى او بل ملګرى يې ټپي شوى دى، هغه وايي چې په بريدكې يو تن پوليس هم ټپي شوى دى.

محمود حقمل وويل چې مخالفو وسله والو پر پوليسو بريد وكړ چې په ترڅ كې يې يو تن مخالف ووژل شو او يو بل ټپي شو، هغه وايي چې د جګړې په جريان كې دمخالفينو له خوا يو ټيلر موټر هم سوځول شوى دى، هغه وايي چې د ټيلر موټروان ته زيان نه دى اوښتې خو ټيلر له منځه تللى.

د فارياب ولايت د غورماچ په ولسوالۍ كې څلورتنه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال محمد افضل امامزاده وويل چې پوليسو او د ملي اردو عسكرو په سيمه كې ګزمه كوله چې د سردغاړې ماين پرې وچاوديده، هغه وايي په دغه چاودنه كې څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

محمد افضل امامزاده وويل چې په چاودنه كې دپوليسو موټر تخريب شوى خو د ملي اردو سرتيرو ته زيان نه دې اوښتې.

دا په داسې حال كې ده چې تيره ورځ جمهور ريس حامد كرزي كندوز ته دخپل سفر پر وخت په خپلو خبرو كې پر مخالفو طالبانو غږ وكړ چې بايد له حكومت سره جوړه وكړي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې مطرح كړي.

نا څرګندو وسله والو د کونړ ولايت يو قومي مشر چې د ځايي چاوراکو په وينا د دولت يو کلک ملاتړى و، وژلى دى.

د کونړ ولايت امنيي قوماندان جنرال خليل الله ضيايي پر وينا دغه قومي مشر د دوشنبې په ورځ د غرمې مخکې د دغه ولايت د سرکاڼو په سرحدي ولسوالۍ کې د ناڅرګندو وسله والو له خواد لارې په وږدو کې په ماين و وژل شو .

دده پر وينا پدې چاودنه د دغه قومي مشر يو ورور هم ټپي شوى دىجنرال خليل الله ضايي وايي دغه قومي مشر د سيمي په محلي جرګو او د سولې او ملي پخلاينې په پروسه کې هڅې کولې .

ده وويل دغه قومي مشر غوښته او هڅه يې دا وه چې په سيمه کې د خبرو اترو له لارې مرور کسان پخلا شي ، په سيمه کې د طالبانو يو قوماندان قاري ضياء الرحمن ددغه قومي مشر د وژنې پړه په غاړه اخيستي او ويلي دي چې دغه قومي مشر د افغان دولت او امريکايي قواوو کلک ملاتړ کاوه.

د خبردارى ورکړ چې که هر قومي مشرله دولت او امريکاييقواوو سره مرسته وکړه نو انجام به يې د دغه قومي مشر په څير وي.

وسله والو مخالفينو د دغه قومي مشر تر وژنې وړاندېد افغانستان په ختيځو ولايتونو کېګڼ شمېر کسانله بهرنيو قواوو سره د کار کولو او مرستې په تور وژلي دي.

دا پداسې حال کې چېدا مهالدولت او نړيوالې ټولنې پتېيلي چې ددغو قومي مشرانو له لارې وسله وال مخالفين د دولت ليکو ته راوبولي د سولې او ملي پخلاينې پروسه د همدغو قومي مشرانوپه ملاتړ پياوړي کړي.

د کونړ ولايت په شمول د افغانستان په يو شمير سميو کې چې کله هم څوک يرغمل شويهغه د قومي مشرانو په هلو ځلوبېرته راخوشې شو يپه جنګ جګړو کېد وژل شويو وسله والو مړي همد قومي مشرانو په هلو ځلو خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.

د سميي د امنيت په خوندي کولو او غښتلي کولو کې د کتونکو له نظره د قومي مشرانو ونډه تر بل هر چا ښه بريښيدلې .

د بيا رغونې بهير هم د قومي مشرانو په مټ پر مخ تللى يو شمېر کتونکي بيا په دې نظر دي چې قومي مشران بايد خپله بې طرفي او قومي رسوخيتوساتي ، هغه چلنده بايد کار واخلي چې هغه له افغاني دود سره برابر وي. افغانستان يو داسې هيواد دى چې شخړې پکې تلد قومي مشرانو له خوا د جرګو او مرکو له لارې په بې طرفۍ حل شوي.

وسله والو مخالفيتو دعوه کړې چې ددننګرهار ولايت دلالپورې په سرحدي ولسوالۍ کې يې پرافغان قواوو وسله وال بريد کړى چې په ترڅ کې يې دغوقواووته درنه مرګ ژوبلوه وراړولې ده. .

د ننګرهار ولايت امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور دامني چې په ياده شوي سيمه کې پر يو اکمالاتي کاروان بريد شوى خومرګ ژوبله نه لري .

لالپوره له جلال اباده وړاندې ختيځ ته پرته سرحدي ولسوالي ده چې دډيورند کرښه پرې تېره شوې ده.

د بغلان ولايت د والي وياند محمود حقمل وويل چې ددغه ولايت د كيله ګي په سيمه كې د سيلابونو د راوتلو له امله څلورو كسانو خپل ژوند له لاسه وكړې او او درې تنه نور په كې ټپيان شوي دي.

هغه وويل چې دغو سيلابونو پنځوس كورونه تخريب كړي او په درې سوه جريبه ځمكه كې كرل شوى فصل يې له منځه وړى.

په بغلان كې د ګوجرو د شورا ريس شيرعالم ګوجر وايي چې ددغه ولايت په مختلفو سيمو كې سيلابونو خلك زيانمن كړي هغه وايي چې دغو سيلابونو درې تنه د پياسدرې او دوه تنه د خوجزې په سيمه كې وژلي دي، هغه وايي چې دغو سيلابونو د سيمې خلكو ته زيات زيانونه وراړولي دي.

زيات وخت په سيلابونو كې ګوجروته ځكه تلفات وراوړي چې په غرونو كې ژوند كوي.

XS
SM
MD
LG