د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسی جرګې د کاندیدانو نوم لیکنه پیلیږي


دافغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون وایی یوه اونۍ وروسته به په تولو ولا یتونو کې د ولسی جرګې د کاندیدانو د نو مونو ثبتول پیل شسی او د د و اونیو په موده کې به پای ته ورسیږی.

خو ددې پروسې لپاره د معلو ماتی پاڼو یا فورمو ویشل سر له سبا په ټول هیواد کې د نوم لیکنې تر وخته پورې پیلیږی.

د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د دارلانشا سرپرست ذکریا بارکزی د دو شنبې په ورڅ په کا بل کۍ یو خبری کنفرانس تهوویل دغه ا نتخابات د نوی قا نون له مخې تر سره کیږی چه تر پخوانی یی شرایت بوڅه سخت دی.

"د با صلاحيته محکمې لخوا به په کوم جرم نه وي تورن شوى او مدني حقونه به يې نه وي سلب شوي .٣٠ زره افغانۍ ، د هغوى د ملاتړو ١٠٠٠ کارتونه ، ددغو کارتونو نمبرونه ، د ملاتړولاسليکونه او د گوتو نښې به هم کانديد راوړي. پر دې سر بېره لس کاله وړاندې به يې د افغانستان تابعيت ترلاسه کړى وي".

د انتخاباتو نوی قا نون د جمهور ریس حا مد کرزی د تقنینی فرمان له مخې جوړ شوۍ چه وروسته د ولسی جرګې له خواردشو.

ذکریا بارکزۍ وایی تر هغو به د نوی قانون څخه استفاده کوي چې ترڅو دملی شوری د دواړو مجلسو نو لخوا نه وی رد شوی.

د انتخاباتو د خبلواک کمسیون چا رواکی وایی د شفافیت لپاره یی په کمسیون کې ژ ور تغیرات راوستلی دی.

بارکزی وو یل هیچا ته به اجا زه ورنکړی چه دخلکو په را یو لوبې وکړی.

"پنځه ولايتي چاروکي له دندو گوښه شوي او ژر به څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي. ٦ زره نور ما مورين مو هم په تور ليست کې را وستي چې نه يوازې د ا ځل په کميسيون کې دنده نشي تر سره کولى . پر دې سربيره مو خپل ټول ولايتي چارواکي له يوه ولايته بل ته بدل کړي. نو ژمنه ورکوم چې زه وم هېڅ درغلى ته به اجازه ورنه کړم".

ذکریا با رکزی وویل دو لسی جرګې د کا ندیدانو تر نوم لیکنې ورو سته خلک کولای شی چه د هغوۍ‍ په اړهخپل شکایتو نه د انتخاباتی شکایتونو کمسیون ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG