د لاس رسي وړ اتصالات

کندز كې د ناټو د هوايي بمبار خلاف مظاهره


په كندوز كې هغو خلكو د بشر د حقوقو د دفتر پر وړاندې مظاهره كړې چې د كورنيو غړي يې د ۲۰۰۹ ميلادي كال په وروستيو كې د ناټو په هوايي بمبار كې وژل شوي وو.

د ناټو هوايي ځواكونو هغه وخت بمبار وكړ چې د وسله والو طالبانو له خوا د ناټو د تيلو دوه ټانكرونه يرغمل شوي وو، او عامو خلكو ترې تيل وړل.

مظاهره كوونكو ويل چې د پوپل په نامه له هغه افغان څخه چې په جرمني كې په بمباركې د وژل شو كورنيو وكالت كوي ملاتړ كوي، او هغه دا په اثبات رسولې چې په دغه بمبار كې عام خلك وژل شوي دي، دغو مظاهره كوونكو ويل چې يو شمير خلك وايي چې په دغه بمبار كې زيات شمير وسله وال طالبان وژل شوي خو دوی دغه خبره ردوي.

مظاهره كوونكو له جمهور ريس حامد كرزي هم ګيله كوله چې په نورو ولايتونو كې ددغه ډول پيښو قربانيانو ته فاتحه كوي او پوښتنه يې كوي خو ددوي يې هيڅ پوښتنه ونه كړه.

د چاردرې اوسيدونكې كريم وايي چې خلك وايي چې (۳۰) تنه عام خلك وژل شوي خو پوپل داپه اثبات ورسوله چې زيات شمير يې عام خلكو وژل شوي دي، هغه وخت چې جمهور ريس حامد كرزى راغې مونږ غوښتل چې له هغه سره وګورو خو لارې يې بندې كړې وې، هغه وويل چې له دوي څخه تراوسه هيچا پوښتنه نه ده كړې چې ددوي خلك وژل شوي او كنه.

عجب خان د چاردرې د قريه قصاب اوسيدونكې وايي چې پوپل ددوي وكيل دى او ددوي د حقوقو پوښتنه يې كړې ، او هغه وخت چې جمهورريس حامد كزرى راغې غوښتل مو چې له هغه سره خبرې وكړو خو څوك يې نه پريښوده.

عجب خان وايي چې په يو خروار تيلو يې ددوي خلك وسوځول، او له مرګ وروسته يې يواځې ايرې ښخې كړي.

نورجان هغه ځوان دى چې د ناټو په بمبار كې يې يولاس فلج شوى هغه وويل چې المانيانوورسره ژمنه كړې چې په جرمني كې به علاج وكړي خو تراوسه يې پوښتنه نه ده شوى.

نورجان وايي چې جمهور ريس حامد كرزى ددوي هيڅوك ونه غوښتل چې خبرې ورسره وكړي، هغه وايي چې په نورو ولايتونوكې ددغه ډول پيښو قربانيانو فاتحه كوي خو ددوي يې پوښتنه هم ونه كړه.

خو جمهور ريس حامد كرزي دوه ورځې وړاندې كندوز ته دخپل سفر پر وخت په خپلو خبرو كې وويل چې د نورو ولايتونو په څير دكندوز خلك هم په تير څو كالو كې ځوريدلي دي.

هغه وويل: "كندوز هم د افغانستان دنورو ولايتونو په څير په دې څوكاله كې درديدلې، شهيدان يې وركړي، تلفات يې وركړي، زيانمن شوى او معيوبين يې وركړي، ټولو ته تسليت وايم او دوعا كوم چې الله تعالى دې ددغو شهيدانو دوينو په بركت په افغانستان كې داسې امن راولي چې زمونږ په زړه وي".

دبشر دحقوقو د دفترمسول پيوند مظاهره كوونكو ته وويل چې المان غواړي ددغې پيښې له قربانيانوسره مرسته وكړي مګر يوشميرخلك غواړي ستاسو له حقوقو ناوړه ګټه واخلي.

هغه وويل چې دوي معلومات لري چې يو شمير خلك غواړي ستاسو له حقوقو څخه ناوړه ګټه واخلي، او پر مظاهره كوونكو يې غږ وكړ چې دوي هم بايد هوښيار وي، او هر وخت چې وي دوي ته به يې حپل حقوق وركړل شي.

پيوند وويل چې دالمان دولت چې تراوسه غفلت كړى د هغې علت د ضد اونقيصو راپورونو وركول دي.

المان په پام كې لري چې په دغه بمبار كې دقربانيانو له كورنيو سره زياته اندازه مالي مرستې وكړي.

د (۲۰۰۹) ميلادي كال په وروستيو مياشتو كې په هوايي بمبار كې له (۱۴۰) څخه زيات خلك چې د يوشميريې عمرونه له اتلسو كالو كم وو وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG