د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس کرزی د اساسی قانون د تطبیق  کمیسیون جوړوی


د افغانستان د جمهوری ریاست نطاق وحید عمر د سه شنبی په ورځ په کابل کی یو خبری کنفرانس ته وویل چی جمهور ریس د اساسی قانون د تطبیق د څارنی د خپلواکه کمیسون د جوړولو پریکړه کړیده.

ددغه کمیسیون غړی به د راروانی پنجشنبی په ورځ د پارلمان د دواړو مجلسونو دریسانو د ستری محکمی د ریس او د یو شمیر پخوانیو جهادی مشرانو سره د سلا مشورو ورورسته اعلان شی.

د افغانستان د اساسی قانون د ۱۵۷ مادی له مخی په کار دی چی جمهور ریس د اساسی قانون پر تطبیق د څارنی د خپلواکه کمیسون غړی وټاکی او ولسی جرګی ته یی د باور د رایی د اخستلو لپاره معرفی کړی.

په تیرو دریو کلونو کی ددغه کمیسون د نشتوالی له امله د حکومت او پارلمان ترمنځ اساسی قانون د ځینو مادو د تفسیر په وخټ یو لړ اختلافونه رامنځ ته شول پدغو اختلافی مسلو کی د ۱۳۸۸ د جوزا د میاشتی دوهمی وروسته په واک کی د جمهور ریس د پاتی کیدلو مسله هم شامله وه.

د جمهور ریس کرزی حکومت د اساسی قانون پر تطبیق د څارنی د خپلواکه کمیسون د نشتون له امله دا مسله ستری محکمی ته ولیږله که څه هم دا مسله د ستری محکمی په مداخلی سره حل شوه خو په هغه وخت کی یی په ملی او نړیواله سطح ډول دول عکس العملونه وزیږول او د پارلمان یو شمیر غړو ستری محکمی ته ددې مسلی حواله کول غیر قانونی وبلل.

وحید عمر وایی چی د جمهور ریس له خوا د اساسی قانون پر تطبیق د څارنی د خپلواکه کمیسون د غړو د ټاکلو وروسته به دا غړی د باور د رایی د اخستلو لپاره پارلمان ته ولیږدول شی.

"د جمهور ریس له خوا د اساسی قانون پر تطبیق د څارنی د کمیسون د غړو د نومونو لست بشپړ شوی دی پدی لست کی د هیواد مطرح قانون پوهانو نومونه ځای شوی دی".

د افغانستان د جمهوری ریاست نطاق په خپل دغه خبری کنفرانس کی د جمهور ریس کرزی لخوا د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون د ریس او د دارلانشا د ریس د ټاکلو خبر هم ورکړه وویل چی جمهور ریس به ددغو دوه چارواکو او د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدلو د کمیسون د غړونومونه د پنجشنبی په ورځ د پارلمان د دواړو مجلسونو د ریسانو ستری محکمی د ریس عدلی وزیر او د پخوانیو مجاهیدینو د یو شمیر مشرانو سره د سلا مشورو وروسته ژر علان کړی.

د جمهوری ریاست نطاق وویل چی په پام کی دی چی جمهور ریس د هغی نیټی یوه ورځ مخکښی او یا شاته د خپلی کابینی د پاتی غړو نومونه هم ولسی جرګی ته د باور د رایی د اخستلو لپاره ولږی.

د شنبی په ورځ د افغانستان ولسی جرګی د جمهور ریس نه دغی جرګی ته د پاتی هغو لسو وزیرانو د معرفی کولو غوښتنه کړی وه چی په اوس وخت کی په مربوطه وزارتونو وزیران په سرپرسته توګه کار کوی.

د جمهوری ریاست نطاق په ایران کی دغه هیواد د عدلی او قضایی اورګانونو له خوا د مخدره موادو په جرم د یو شمیر افغان بندیانو د اعدامولو په مسله هم خبری وکړلی هغه رپوټونه یی ناسم وبلل چی پکی وویل شوی چی ایران پدی وروستیو کی د ۴۵ پوری افغان بندیان په دار ځړولی دی.

وحید عمر وویل چی حکومت ته یوازی د دریو افغانانو په دار د ځړولو رپوټ ورکړل شوی دی. د جمهوری ریاست نطاق وویل چی د آفغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبی په ورځ په کابل کی د ایران سفیر دغه وزارت ته ددی مسلی د سپیناوی لپاره ورغوښتی دی .

تیره ورځ د ولسی جرګی یو شمیر غړو وویل چی ایران پدی وروستیو ورځو کی تر ۴۵ پوری هغه بندی افغانان په دار ځړولی دی چی ددغه هیواد د عدلی او قضایی ادارو له خوا د مخدره موادو د قاچاق په جرم د اعدام سزا ورته اورول شوی وه .

په ولسی جرګه کی د هرات ولایت یو شمیر وکیلانو د ادعا له مخی يه تیرو دریو ورځو کی دغه ولایت ته د ایران نه ۴۵ افغان بندیانو مړی رااړول شوی چی پدی وروستیو وځو کی ایرانی چارواکو اعدام کړی دی.

د ولسی جرګی په څیر د سه شنبی په ورځ مشرانو جرګی کی هم پدی مسله خبری وشوی او پریکړه وشوه چی هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکی او هم په کابل کی د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر ددغی جرګی یوی غونډی ته ددی مسلی د څیړولو لپاره را وبلی.

XS
SM
MD
LG