د لاس رسي وړ اتصالات

وردگ: د ثبات راوستل د افغان او نړیوالو قواو هما هنګی غواړي


د د فاع وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردګ وایی نړیوالې قواوې او دافغانستان امنیتی ادارې په دې هیواد کې د یو ګډ هدف لپاره کار کوی چه هغه د امنیت ټینګول او تروریزم سره مبارزه ده خو ددې هدف د لاسته راوړلو یوازینۍ لاره د دویترمنځ د هماهنگئغښتلیکول دي.

عبدالرحیم وردګ چېد سه شنبې په ورځ یی په کابل کی د افغان او نړیوالو قواو ترمنځ د هما هنګۍ زیا تولو په دوه ورځنی سیمینار کې خبرېکولې وویل چه په تیرو کلو کې دا فغان او بهر نیو قواو تر منځ لازمه هماهنګی نه وه نو ځکه د دوۍ امنیتیفعالیتونه سم او منظم پر مخ نه دی تللي.

"هر څومره چه مونږ په دې برخه کې هڅې وکړو تر څو زمونږ ترمنځ ګډ فعالیتونه غښتلی شی نو مونږ هغې ورځې ته نیږدېکیږو چه په خیر په خپلو پښو ودریږو او مسؤلیت مونږ ته وسپارل شی پلان هم دا دۍ چه مسؤلیت مونږ ته وسپارل شی دا زمونږ هیله ده نړیواله ټو لنه اود ایساف قو ماندانی زمونږ د دې هیلې ملاتو کوي".

ښاغلی وردګ وویل مونږ دهماهنګۍ سیمه ایز او ولا یتی مر کزو نه جوړ کړیدیخو له بده مرغه دا مر کزونه په ځینو سیمو کې داسې نه دی چه څنګه یی تمه کیږی دا مرکزو نه پو ره نه دی فعا له شوی آو ډیرې ستونزې پکې شته په ډیرو ځا یو نوکې دا مر کزونه پیا وړی کیدواو تنظیمو لو ته اړتیا لري.

په دې سیمینار کې د دفاع او کو رنیو چا رو وزارتو نو چا رواکو اویو شمیر قوماندانانو د ملی امنیت مسؤ لینو او نړیوالو قاوو پوځی مسؤو لینو برخه در لوده چه دافغا نستان امنیتی وضع د قا نون حاکمیت او شوی پر مختګونه پکې وڅیړل شي.

په افغا نستان کې د نړیوالو قواو قوماندان جنرال سټنلی مکریستل وویل په ورو سیو کلو نو کې د افغان او نړیوالو قواو ترمنځ هماهنګی زیاته شوې او په نتیجه کې یی د ملکی تلفا تو اندازه ډیره راکمه شویده هغه زیا ته کړه زمونږ د مشارکت او ګډون هدف دا دی چې افغانان په خپله د هیواد امنیتی او دفاعی چارې په خپلواکه توګه اداره کړي او مونږ دې هدف ته د رسیدو لپاره پریکړه وکړه چې له د وروسته د افغان او بهرنیو قواو ترمنڅ هماهنګي نوره هم زیاته شی.

دلغمان ولايت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يې دهيروينو دتوليد يوه فابريکه له منځه وړې ده اوپه دې تور يې درې تنه هم نيولي دي .

دلغمان ولايت چارواکيو خبر ورکړى چې ددغه ولايت دالينګار ولسوالۍ دسنګره په کلي کې دهيروينو دتوليد يوه فابريکه دپوليسو لاسته ورغله.

ددغه ولايت والي اقبال عزيزي په وينا پوليسو له فابريکې سره لسګونه کيلو ګرامه نشه يي اوکيمياوي مواد او دفابريکې مربوط ټول سامانونه اوپه تور يې درې تنه نيولي دي چې دا مهال ترې پوښتنې روانې دي،اقبال عزيزي وايي په دغه ولايت کې به دکوکنارو دله منځه وړلو کمپاين دکوکنارو دبشپړله منځه وړلو پورې دوام وکړي.

دا لومړى ځل دى چې د لغمان په ولايت کې دهيروينو دتوليد فابريکه دپوليسو له خوانيول کېږي ددغه ولايت چارواکيو ژمنه کړې چې سږکال به په دغه ولايت کې دکوکنار کرکيلى له منځه وړي اودصفردرجه به خپلوي چارواکي وايي اوس مهال په دغه ولايت کې دکوکنارو کرکيلې نه ترسترګو کېږي.

دویوايي هڅه کوي چې ددغه بوټي دکرکيلي فکر دخلکو له ذهنه وباسي اوهم خلکو ته دبديل معيشيت له لارې دکارکولو لارې چارې برابرې کړي له بل پلوه اقبال عزيزي وايي چې دولايت په مرکز مهترلام کې يې ديو سرک دپخولو چارې پيل کړې.

د وويل دغه سرک شپږ کيلو متره اوږدوالې لري چې دنړيوالې ټولنې دنږدې دوه مليونه ډالرو په لګښت به يې چارې بشپړې شي که څه هم دلغمان له ولايته په دې ورستيو کې دبيارغاونې دپروژو زيات خبرونه ترغوږکېږي خوبياهم له دغه ولايته زيات شمېر کسان په خوارۍ اومزدورۍ پسې نورو سيمو ته کډه شوي دي.

له بل پلوه وسله والو طالبانو دعوه کړې ده چې ددننګرهار ولايت دخوګياڼو دادوړپه سيمه کې دايتلافي قواووپريوموټر دماين چاودنه کړې ده چې په ترڅ کې يې دغوقواوو ته مرګ ژوبله وراړولې ده.

په جلال اباد کې دايتلاف قواوويوه مطبوعاتې دفتردغه چاودنه منلې خووايي چې کومه مرګ ژوبله يې نه لرله يوازې ددوي يوموټريې څه ناڅه زيانمن کړى دى.

تیره ورځ ددغې ولسوالې په ګاونډ شېرزادو ولسوالۍ کې دپوليسواووسله والومخالفينوترمنځ جګړه شوې وه چې په ترڅ کې يې يوولسي تن زخمي شوې و.چارواکې وايي چې پوليس دکوکناروپه لمنځه وړلوپسې وتي ووچې په جګړه واوښتل.

ياده شوې ولسوالي يوه له هغوولسواليو څخه ده چې دافغانستان دکورنيو چارو وزارت په يوخبر کې دکوکنارودکرکيلي سيمه ګڼلې وه اوويلي وو چې سږکال په دغې ولسوالۍ کۍ کوکنار کرل شوي دي .

XS
SM
MD
LG