د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو عسکر د کړنگل له درې ووتل


د ناتو عسکر د افغانستان په ختیځ کید کوړنگل د لرې پرتی دری نه وتلی دی او ستراتیژېک بدلون به یې عسکرو ته موقع ورکړی چه خپله زیاته توجه اوس هغو سېمو دامنېتساتلو ته ور واړوی چې خلک په کی ډېر اوسېږی.

په افغانستان کی د نړېوالو قواو مشترک قوماندان برېد جنرال ډېوېډ راډرېگېوز نن په ېوه بېانېه کی ووېل چه د کوړنگل نه دناتو دعسکرو وتل دامرېکا د پوځ د وسله والو ډلو په خلاف د د مبارزید نوی ستراتېژئ برخه ده چه مقصد ېې د خلکو نه د وسله والو ډلو بېلول دي. جنرال ډېوېډ راډرېگېز ووېل که ضرورت پېښ شی نودناتو عسکر به وکولی شی چه کوړنگل په دره کی ځوابی عملېات وکړی.

د ناتوعسکر پخوا دافغانستان په ختیځ کی دېو شمېر نورو هغو لری پرتو پوستو نه هم وتلی ؤچه پخوا په کی طالبانو خپل مرکزونه لرل.

د کوړنگل ډېر په خاص ډول ځکه خطرناکه ده چه شاو خواېې ډېر سخت غرونه پراته دی چه وسله وال سړي ورڅخه په عسکرو باندی حملی کوی او هم دپاکستان نه وسلی په قاچاق راوړی.

له بلی خوا نن دالمان ددفاع وزېر کارل ټېوډور ذو گوټېنبرگ په ناڅاپی ډول افغانستان ته په سفر ورسیده. هغه دافغانستان په شمال کی دالمانی عسکرو د قرارگاه نه لېدنه وکړه.

دوه هفتی مخکی طالبانو په یوه ناڅاپی حمله کی د المان دری تنه عسکر ووژل. المان څلور زره عسکر لری، چه دامرېکا او برېتانېې نه وروسته په افغانستان کی ترټولو زېات عسکر د المان دی.

تراوسه پوری ېې نهه دېرش عسکر وژل شوی دی او ددغه حملی نه وروسته ېو ځل بېا په افغانستان کی دالمانی عسکرو د موجودیت په اړه گرم بحثونه شروع شول .

دالمان دسټړننومې په ېوه مجله کی چاپ شوی یوه تازه سروې ښيي چې په سلو کی دوه شپیته المانېان غواړی چه عسکر ېې باېد د افغانستان نه راووځی.

XS
SM
MD
LG