د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوست: د امریکايي عسکرو ډزې د کرزي قهر لاپاروي


امریکایی ورځپاڼو په ننیو گڼو کې په کندهار کې پرمسافر وړونکي بس باندې د ائتلافي قواوو په ډزو کې د څلورو ملکي کسانو په وژل کیدو مقالې خپرې کړي دي.

دغه پیښه یې یوه ناوړه او د لویدیځو ملکونو لپاره چې عسکرویې په افغانستان کې جنگیږي یوه ناکامي بللې ده.

نیویارک ټایمز د نن ورځې په گڼه کې لیکي چې امریکايي پوځونو د کندهار د ښار نه د باندې پریوه مسافر وړونکي بس ډزې وکړې او ملکي خلکو ته یې مرگ ژوبله واړوله.

ورځپاڼه لیکي چې دغه ناوړه پېښه ددې سبب کیږي چې د خلکو غصه په داسې یو ښار کې را وپاریږي چې د اوسیدونکو ملگرتیا یې د جنگ د گټلو لپاره خورا زیات ارزښت لري.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې دغه پېښه د کندهار د ډیر مهم تهاجم په درشل کې کیږي.

داسې اټکل کیږي چې په زرونو ناتو، امریکايي او افغان عسکر به په دغه حمله کې چې د نژدې ورځو لپاره په نظر کې نیول شوېده برخه واخلي.

کندهار د طالبانو لپاره د یوه معنوي مرکز حیثیت لري.

نیویارک ټایمز لیکی چې په افغانستان کې د امریکا او ناتو د قواوو قوماندان جنرال مک کرستال د ملکي کسانو د مرگ ژوبلې کمیدل خپل مهم هدف گرځولی دی او په دې برخه کې څه کموالی هم لیدل کیږي خو په عمومی ډول د امنیتي پوستو په شاوخوا کې دغه پېښې نه دي کمې شوي.

د بهرنیو قواوو قوماندانان ددې نه ویره لري چې کیدلای شي دغه پېښې د افغانستان عام خلک ددوی د قواوو پرضد نور هم وپاروي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د دوشنبې پېښه ددغو اندیښنو دلیل کیدلای شي.

د بس د پېښې نه وروسته سمدلاسه مظاهره چیان د بسونو تمځای کې سره راټول شول.

دوی لارې بندې کړې او د مړه دې وي امریکا او مړه دې وي کافرانو په نارو پیل وکړ او حامد کرزي یې په دې برخه کې ملامتوه.

ورځپاڼه زیاتوي، چې په کابل کې د امریکا په مشري قواوو د کندهار دا پېښه یوه غمیزه وبلله او زیاته یې کړه چې د سهار په خړه کې ددوی قواوې په دې ونه توانیدل چې بس له نژدې کیدونکې خطر نه تفکیک کړي نو ځکه یې پرې ډزې وکړې.

خو د عیني شاهدانو نکلونه بل ډول ؤ او دوی د امریکايي قواوو دلیلونه بې ځایه گڼي.

داسې پوښتنې هم پیدا کیږي چې بهرني قواوې د خطر فشنگونه ولې نه واورول؟

خو ناتو وايي، دوی دا کار کړی دی.

نیویارک ټایمز د کندهار د والي توریالي ویسا خبره نقلوي چې وايي یوه نظامي محکمه کې ددغې امریکايي قطعې قوماندان باید محاکمه او مجازات کړي.

ده ویلي دي: که تاسو غوښتل بس ودروئ نو په ټایرونو به مو ډزې کړې وای، نو ولې په خلکو ډزې کوئ!

ورځپاڼه د کرزي او امریکا تر منځ د ترنگلو اړیکو یادونه هم کوي او لیکي چې ښاغلي کرزي دغه ډزې غیر موجه او هغه یې د ناتو د قواوو د تعهد په خلاف گڼلي دي کوم چې د ملکي کسانو ژوند یې باید خوندي کړی وای.

لاس انجلس ټایمز هم دغه مسئله څیړلې ده. خو د پوځیانو له خولې لیکي چې دوی د بس چلونکی ته د فشنگونو، د لاس په خوځولو او نورو لارو اخطار ورکړ چې ددوی قطار ته نژدې نه شي خو بس گړندی شو نو ځکه پوځیانو په بس ډزې وکړې.

د دوی قواوې وروسته پوه شول چې په بس کې ملکي کسان سپاره وو.

لاس انجلس ټایمز لیکي چې ائتلافي قواوې چې په کې امریکايي او کاناډايي عسکر شامل دي هڅه کوي د کندهار د ښار شاوخوا سړکونه خلاص وساتي اوکنټرول یې کړي. ځکه نو دوی د ځان مرگي بریدونو او د سړک د غاړې د بمونو ښکار کیږي. په دې ضمن کې په ملکي خلکو د طالبانو گمان کیږي خصوصاً که دوی لږ بی احتیاطي وکړي او پوځي قطارو ته ډیر نژدې شي.

د بس د پېښې او د ښاغلي کرزي او امریکا تر منځ د متشنجو اړیکو په هکله واشنگټن پوست لیکي چې دولس ورځې مخکې د افغانستان جمهور رئیس د ترینکوت په یوه روغتون کې د یوه څلور کلن ماشوم د کتلو په وخت کې لویدیز ملکونه په افغانستان کې په خراب چال چلند تورن کړل.

ماشوم د امریکایانو په یوه برید کې خپلې پښې له لاسه ورکړې دي. په دې برید کې شل نور ملکیان هم وژل شوي دي.

کرزی ماشوم په غیږه کې واخیست او د روغتون انگړ ته یې یووړ. کرزي د ماشوم نه پوښتنه وکړه، چا ژوبل کړې؟

ماشوم یوه تیرودونکي هلې کوپټر ته په هوا کې اشاره وکړه. په دې خبرې سره په روغتون کې د ماشوم او د خپلوانو ژړا او واویلا گډه شوه.

دا پیښه او نور ورته سیاسي مایوسیتونه ددې باعث شول چې کرزي په امریکا او خپلو لویدیزو انډیوالانو خپل زړه تش کړي او ددواړو تر منځ په اړیکو کې یو بحران رامنځ ته شي.

واشنگټن پوست لیکي چې د ملکیانو وژل د پېښې له ځای نه لري هم په پراخه پیمانه نورې سختې اغېزې هم لري.

د بس د سپرلیو وژنه په داسې حال کې پیښه شوه چې د امریکا د دیرشو زرو عسکر نه زیاته برخه یې دې ته چمتو والی نیسي چې د کندهار په ولایت کې یو لوی تهاجم پیل کړي.

حتی جنرال مک کرستال دا هم ویلي دي، چې دغه حمله همدا اوس پیل ده.

کرزي په یوې غونډه کې د کندهار خلکو ته وویل تر هغه به دی امریکایانو ته اجازه ورنه کړی چې ددوی په ځمکه کې عملیات پیل کړي تر څو ددوی اجازه تر لاسه شوې نه وي.

ددوشنې د پېښې نه وروسته خلکو سړکونه بند کړل او د عدالت د تامین غوښتنه یې وکړه.

خلکو او ددوی استازو دغه عمل یوه وحشیانه عمل وگاڼه ځکه دوی وايي ټول پوهیږي چې بس یواځې د ملکیانو د لیږدولو لپاره په کاریږي.

XS
SM
MD
LG