د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په ایران کې د افغانانو اعدامول څیړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو ورځو کې د ایران په زندانونو کی تر ۴۵ پورې د افغان بندیانو د اعدامولو په باب د ملی شورا د یو شمیر وکیلانو او سناتورانو ادعاوی نه تائیدوي.

ددغه وزارت نطاق احمد ظاهر فقیری وایی چی تر اوسه دوی ته د ایران په زندانونو کی یوازی د دریوافغان بندیانو د اعدام په باب رپوټونه ورکړل شوي دي.

"په کار دی چی ووایم چی ددغو رپوټونو خپریدلو د افغانستان دولت تهټکان ورکړیدی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په جدی توګه دا مسله د دیپلوماتیکو او امنیتی مراجعو له لاری په کلکه تعقیبوي".

احمد ظاهر فقیري د بهرنیو چارو په وزارت کې یو خبری کنفرانس ته وویل چی په هرات، تهران او مشهد کې یې ددغه وزارت د چارواکو سره خبری کړی هغوی تر اوسه ورته د دریو افغانانواعدامول تاید کړي دي.

د دی هفتی په اوږدو کی یو شمیر وکیلانو او سناتورانو چی زیات شمیر یی د هرات اوسیدونکی وه د افغانستان دواړو مجلسونو جلا غونډو ته په ویناوو کی ایرانی چارواکی د ایران په زندانونو کی تر ۴۵ پوری د بندی افغانانو په اعدامولو ګرم وبلل.

دوی وویل چی ددغو اعدام شوو افغانانو مړی هم د افغانستان د هرات ښار ته را وړول شوي دي.

د مشرانو جرګی په دغه مسئلې باندې د خبرو پر وخت دغه جرگې ته د د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیراو په کابل کی د ایران د سفیر د حاضریدلو پریکړه وکړله.

تر اوسه ایرانی چارواکو پدی هکله تبصره نده کړې خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی چی نیت لری ډیر ژر ددی مسلی په سر د ایرانی چارواکو سره د خبرو لپاره یو هیات تهران ته ولیږی.

ددغه وزارت نطاق وایی چی کله هم چی ددوی پلټنی بشپړی شی نو بیا به په کابل کی د ایران سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته وروغواړی.

د تیری سی شنبی په ورځ د افغانستان د جمهوری ریاست نطاق وحید عمر خبریالانو ته ویلی وه چی حکومت د سی شنبی په ورځ پدی مسله د خبرو لپاره په کابل کی د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته ورغواړی خو فقیری وایی دوی به دا کار د دی مسلی په باب د هراړخیزو پلټنو وروسته وکړی او د ایران سفیر به د بهرنیو چارو وزارت ته وروغواړی.

پدی وروستیو کی ایران د افغانستان سره د مجرمانو د تبادلی یو تړون هم لاسلیک کړی خو فقیری وایی چی ددغه تړون د عملی کیدلو په برخه کی تراوسه ایرانی اړخ خپل لازم کارونه ندی بشپړ کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نطاق په خپل دغه خبری کنفرانس کی ملګرو ملتونو تهد ایران د جمهور ریس د وروستی لیک په باب چی پکی هغه افغانستان ته د بهرنیو قواوو راتګ تر پوښتنی راوستی وویل چی افغانستان ته نړیوالی قواووی د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړو له می راغلی او ایران هم د ملګرو ملتونو د اداری فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG