د لاس رسي وړ اتصالات

د کوټې په روغتون کې ځانمرګه اته کسه وژلي


د کوټې په روغتون کې ځانمرګه اته کسه وژلي
د کوټې په روغتون کې ځانمرګه اته کسه وژلي

<!-- IMAGE -->

د پاکستان پولیس وایی چی یوه ځان مرگه بم چونکي د کوټي په ښار کی د یوه روغتون د عاجلو خدماتو په یوې کوټې باندي حمله کړې، لږترلږه اته کسه یې وژلی دي چی د پولیسو دوه صاحب منصبان او د تلویزیون یو عکاس هم په کي شامل و.

پولیسو وویل چی په دې پېښه کی چي د پولیسو یوه لوړ پوړي مفتش هغه فرقه یی حمله وبلله لږ ترلږه ٣٥ کسه زخمی سوی هم دي.

د روغتون په دې کوټه کی د بانک د هغه شیعه مدیر دوستان او خپل خپلوان راغونډ سوي وو چی په همدې ورځ وختي وژل سوی و. ددې پېښي د معلومولو او په هغې باندی د رپوټونو د تریبولو د پاره ځینی ژورنالیستان هم دغه ځای ته ورغلي وو.

کوټه د پاکستان د پلوچستان د ایالت مرکز دی چی حکومت د کلونو را هیسي هلته د قومی یاغیانو سره په جگړو اخته دی.

XS
SM
MD
LG