د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي  د انتخاباتو د مستقل کمیسون نوی ریْس وټاکه


کرزي  د انتخاباتو د مستقل کمیسون نوی ریْس وټاکه

کرزي  د انتخاباتو د مستقل کمیسون نوی ریْس وټاکه

<!-- IMAGE -->

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي وروسته له هغه چی د انتخاباتو د کمیسیون رئیس له دې کبله چی د جمهوري ریاست په انتخاباتو کی زیاته ټگي برگي سوې وه، استعفی وکړه ددغه کمیسیون د پاره نوی رئیس ټاکلی دی.

د جمهوري ریاست یوه نطاق ( وحید عمر ) نن د شنبې په ورځ وویل چی د انتخاباتو د مستقل کمیسیون رئیس به ( فضل احمد معنوي ) وي.

عزیزالله لودین او د انتخاباتو د کمیسیون یوه بل لوړ پوړي مامور ددې میاشتي په سر کي استعفی وي وکړې.

په دې کمیسیون باندي په دې انتقادونه کیدل چی د انتخاباتو سمه څارنه یې نه وه کړې. په دې انتخاباتو کی بېنظمي راغلې وه چی د هغې په وجه د ملگرو ملتو له خوا یوه بل کمیسیون ښاغلي کرزي ته د ورکړه سوو رایو دریمه برخه باطلي وبللې.

د افغانستان جمهوررئیس دغه راز نن ددغه کمیسیون د پاره نوي پنځه غړي هم وټاکل چی په هغوی کی درې یې افغانان او دوه یې خارجیان دي.

ښاغلي کرزي وویل چی په انتخاباتو کی چی کومه ټگي برگي او تقلب سوی و، په هغو کی د خارجي حکومتونو او ملگرو ملتو لاس و.

د ښاغلي کرزي ددې تبصرو او د خارجیانو په خلاف د نورو بیانیو په وجه سپیني مانۍ وویل چی سپیني ماڼۍ ته د ښاغلي کرزي د راتگ په باب به چی بلي میاشتي ته ټاکل سوی، له سره غور وکړی.

د افغانستان جمهوررئیس په دې وروستیو وختو کی یولړ ویناوی کړي او په هغو کی یې په خارجي قدرتونو باندی تورونه لگولي چی د افغانستان په چارو کی مداخله کوي.

مگر د امریکا جمهوررئیس براک اوباما په دې وروستیو وختو کی د ښاغلي کرزي سره خپل ملاتړ یو وار بیا تایید کړ او ویې ویل چی هغه ددې لیاقت لري چی زموږ قوي انډیوال دي وي.

XS
SM
MD
LG