د لاس رسي وړ اتصالات

په كندوز كې څلور تنه د دولت مخالفين وژل شوي


په كندوز كې څلور تنه د دولت مخالفين وژل شوي
په كندوز كې څلور تنه د دولت مخالفين وژل شوي
<!-- IMAGE -->

د كندوز ولايت د دشت ارچي په ولسوالۍ كې د پوليسو او د دولت د مخالفو طالبانو ترمينځ سخته جګړه شوى، د كندوز د امنيي قوماندان محمد رزاق يعقوبي وايي چې په دغه جګړه كې څلور كسه د دولت مخالف طالبان وژل شوي او يولس تنه نور ټپيان شوي دي.

محمد رزاق يعقوبي وايي چې د دشت ارچي ولسوالۍ د امنيي قوماندانۍ او ملي اردو په شريكه د دولت مخالفو وسله والو ته درانه تلفات وراړولي چې له مخالفينو څخه يې څلور تنه وژلي او يو لس تنه نور يې ټپيان كړي دي.

د كندوز د امنيي قوماندان محمد رزاق يعقوبي وايي چې په دغه جګړه كې د ملاتازه ګل په نامه د طالبانو يو تن سرګروپ وژل شوى دى، د ارچي ولسوالۍ اوسيدونكي وايي چې د سيمې طالبانو د ارچي ولسوالۍ د څلرويشتو ساعتونو لپاره محاصره كړى وه خو ارچي ته د نو قواو په راتګ سره دغه محاصره ماته شوه، د امنيي قوماندان وايي چې طالبانو له درې اړخونو په دغه ولسوالۍ بريد كړي و.

او زياته يې كړه چې د ونو په شنه كيدو او د هوا په ګرميدو سره د مخالفينو حملې زياتې شوي دي.

هغه وايي چې دغه جګړې په داسې حال كې كيږي چې دولت كوشش كوي له مخالفينو سره د خبرو او سولې لارې چارې ولټوي، په ارچي كې دغه جګړه په داسې حا ل كې رامنځ ته كيږي چې تيره ورځ په بغلان كې يوه چاودنه كې څلور الماني عسكر وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي وو.

او په يوه بله پيښه كې د ملګرو ملتونو پنځه تنه كاركوونكي نيولي چې تراوسه يې په اړه معلومات نشته.

په ارچي ولسوالۍ كې د پوليسو او طالبانو تر مينځ د جګړې په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال كې ده چې نن په كندوز كې په كابل كې د امن د جوړيدونكې جرګې د پلوي په خاطر په سلګونو قومي مشران سپين ږيري او د ځوانانو نمايندګان راټول شوي و په دغه غونډه كې ټولو ويناوالو په دې ټينګار كاوه دولت او مخالفين بايد په هرصورت يو تربله روغه جوړه وكړي، د ځوانانو په نمايندګۍ يو تن ذبيح الله مجيدي وويل چې هغه څوك چې د كندوز د خلكو په نمايندګۍ په كابل كې په جوړيدونكې جرګه كې ګډون كوي بايد داسې څوك وي چې له اساسي قانون څخه خبر وي او د ملي روغې جوړې لپاره طرحې ولري، مجيدي زياته كړه چې دغه جرګه د سولې لپاره د دولت وروستۍ هڅه ده او د جرګې ګډونوال بايد فكروكړي چې له دې وروسته بايد با امنه هيواد ولري، هغه زياته كړه چې هر وخت جرګو د هيواد لورى بدل كړې او له جنجالونو يې خلاص كړى.

د كندوز د ښځو د يوې ټولنې مسولې مسلمې والجي وويل چې په دغه جرګه كې بايد ښځو ته د نارينه سره برابر سهم وركړل شي.

د امن د جوړيدونكې جرګې څخه د ملاتړ په دغه غونډه كې يو شمير خلكو شكايت كاوه چې دوي په دې نه دي خبر چې د كندوز د خلكو په نمايندګۍ به څوك په دغه جرګه كې ګډون كوي.

XS
SM
MD
LG