د لاس رسي وړ اتصالات

د ایمرجنسي روغتون مسئولین خوشې شول


د ایمرجنسي روغتون مسئولین خوشې شول
د ایمرجنسي روغتون مسئولین خوشې شول
<!-- IMAGE -->

د ایټالیی د بهرنیو چارو وزارت وایی چی افغان چارواکیو د ایټالیی د مرستی رسولو درې تنه هغه کارکوونکي خوشی کړي دي چی د دی میاشتې په سرکی د افغانستان په جنوب کی بندي شوي وو.

د ایټالیی د بهرنیو چارو وزیر فرانکو فراتیني نن وویل، لدی امله خوشحاله دی چی دغه قضیه په چټکه توگه حل شوه.

افغان چارواکیو په لشکرگاه کی د اپریل په لسمه نیټه د ایټالیی د طبی عاجلو مرستو درۍ تنه کارکونکی او شپږو تنه نور منسوبین بندي کړي وو. چارواکیو دغه طبی کارکونکي پدی تورن کړي وو چی د هلمند د والي د وژلو د قصد په یوې دسیسی کی یی لاس درلود.

افغان پولیس وایی په هغه روغتون کی چی دغو طبي کارکونکو پکي کار کاوه وسلی او انتحاري واسکټونه میندل شوي دي.

ایټالوي طبی کارکونکي دغه تورونه په کلکه رد کړی دي.

د ایټاللی د بهرنیو چارو وزیر وایی چی دغه کسان پداسی حال کی خوشی کیږی چی د تروریزم په نړیواله مبارزه کی د افغانستان سره د ایټالیی په همکارۍ کی هیڅ ډول شک او تردید موجود نه دی.

ایټالیا په افغانستان کی د ناتو په مشرۍ په نړیوالو قواوو کی د دریو زرو نه زیات عسکر لری.

XS
SM
MD
LG