د لاس رسي وړ اتصالات

زلزلې د افغانستان مرکزي ولایتونو کې ٧ تنه ووژل


زلزلې د افغانستان مرکزي ولایتونو کې ٧ تنه ووژل
زلزلې د افغانستان مرکزي ولایتونو کې ٧ تنه ووژل
<!-- IMAGE -->

یوې زلزلې چې شدت یې د ریختر په حساب 5.3 درجې ښودل شوی دی، نن د دوشنبې په ورځ وختي یې د افغانستان مرکزي برخې ولړزولې او لږ تر لږه 7 کسان یې ووژل او 30 نور یې ټپي کړل.

چارواکي وایي چې په زلزلې کې ګڼ شمیر کورونه همړنګ شویدي.

افغان چارواکي زیاتوي چې د زلزلې له وجې ځینو سیمو ته ورتګ هم نشي کیدلی.

د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وایي چې د زلزلې مرکز د کابل نه 190 کیلومتره لیرې شمال لویدیځ کې ؤ او ژورتیا یې 10 کیلومتره ښودل شویده.

دغه زلزله د افغانستان په ګاونډي هیوادونو ازبکستان او تاجکستان کې هم احساس شویده.

بل پلو خبریال گل رحیم نیازمن وايي، په سمنګان كې زلزلې اوه كسه وژلي او درې سوه كورونه يې ويجاړ كړي دي:

تيره شپه د افغانستان شمالي ولايتونه يوې سختې زلزلې ولړزول، دغې زلزلې د سمنګان ولايت لرې پرتو غرييزو ولسواليو كې درې سوه كورونه نړولي او اوه كسه يې وژلي دي، د افغانستان په شمالي ولايتونو كې زيات وخت د زلزلې له امله د غرييزو اوسيدونكي زيانمن كيږي، د شمالي ولايتونو د غرييزو سيمو اوسيدونكي د غرونو له تيږو كورونه جوړوي چې د زلزلې د ټكانوله امله په اسانۍ سره رغښتلى شي.

د سمنګان ولايت د والي د مطبوعاتي دفتر مسول محمد صديق عزيزي وايي چې تيره شپه يوه بجه يوې سختې زلزلې د سمنګان ولايت ولړزاوه چې له امله يې ددغه ولايت د روي دو اب او دره صوف په ولسواليو كې اوه كسه وژل شوي اولس تنه نور ټپيان شوي دي.

محمد صديق عزيزي وايي چې په دغه زلزله كې د روي دو اب ولسوالۍ څلوركسه ، دوه تنه د لر دره صوف او يو تن د بر دره صوف د ولسواليو اوسيدونكي وژل شوي دي.

هغه وايي چې د زلزلې د شديدو ټكانونو له ددغه ولايت په ولسواليو كې زيات خلك زيانمن شوي دي هغه وايي چې ددوي د لومړنيو راپورونو له مخې د زلزلې له امله درې سوه كورونه نړيدلي دي او يوشمير څاروي هلاك شوي دي.

د سمنګان ولايت يوتن اوسيدونكې وايي چې ددوي دسيمې سرك د زلزلې له امله دغره د ښويدو په وجه بندشوى دى هغه وايي چې دې به منتظر وي تر څو لارې خلاصې شي او خپلې سيمې ته ستون شي.

په عمومي توګه د سمنګان هغه اوسيدونكي چې د تيرې زلزلې له امله زيانمن شوي د عاجلو مرستو غوښتنه كوي، خو په افغانستان كې د اكثر وخت دغه ډول قربانيانو ته د امكاناتو د نشتوالي له امله مرستې نا وخته رسيږي.

د سمنګان ولايت د والي د مطبوعاتي دفتر مسول محمد صديق عزيزي وايي چې د غره د ښويدو له امله د ډبرو د سكرو د انتقال لار په دوه ځاينو كې بنده شوى ده.

هغه وايي چې د زلزله ځپلو لپاره يې عاجله غونډه جوړه كړه او څلورو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه چې په زلزله كې د ځپل شوو خلكو په اړه معلومات وكړي تر څو په نزدې وخت كې ورته مرستې ورسوي.

د افغانستان په ولايتونو كې تر اوسه داسې وسايل نشته چې د زلزلې مركز او دهغې د ټكانونو شدت معلوم كړي.

XS
SM
MD
LG