د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي دغزني عملیاتو کې یې گڼ یاغیان وژلي


ناټو وايي دغزني عملیاتو کې یې گڼ یاغیان وژلي
ناټو وايي دغزني عملیاتو کې یې گڼ یاغیان وژلي
<!-- IMAGE -->

ناټو وایي چې افغان او نړیوالو قواوو نن د دوشنبې په ورځ د غزنې ولایت د قره باغ د ولسوالۍ د باګي خیلو په سیمې کې ګڼ شمیر یاغیان وژلي دي او یو تن یې ژوندی نیولی دی.

ناټو وایي چې یاغیانو د ګډو قواوو سره په جګړې کې د ماشیندارو، سپکو وسلو او لاسي بمونو نه کار اخیسته.

ناټو همدارنګه وایي چې نړیوالو قواوو د کندهار په ولایت کې د ګزمې پر وخت دیرش صندوقه روسي مهمات او د وسلو اجزا نیولي دي.

د ناټو په اعلامیه کې همدارنګه ویل شویدي چې پرون د یکشنبې په ورځ د خوست ولایت د صبریو د ولسوالۍ د مجلس په سیمې کې یو مشکوک یاغي وروسته تر هغه د یوه کور نه وتښتید کله چې افغان او نړیوالې قواوې د هغوي خوا ته ور روان ؤ.

وروسته په ګډو قواوو باندې ډزې وشوې او هغوي هم ځوابي ډزې وکړي چې په نتیجه د حقاني د ډلې یو تن مشکوک همکار ووژل شو او بل تن یاغي ګډو قواوو ونیوه.

همدارنګه ګډو قواوو پرون د یکشنبې په ورځ د کندهار په ولایت کې دوه تنه یاغیان وژلي دي. او د تصفیوي عملیاتو په دوران کې یې لس د ماینونو فیوزونه او یو بمب موندلي دي.

له بلې خوا افغان او نړیوالو قواوو د هملند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په بیلابیلو برخو کې د وسلو درې زیرمې پیدا کړیدي.

ناټو ویلي دي چې د هغوي پدغو عملیاتو کې هیڅ یوه ملکي کس ته زیان ندی اوښتی.

XS
SM
MD
LG