د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار مسوولينو ١٠٠ جريبه کوکنار خراب کړل


د ننګرهار مسوولينو ١٠٠ جريبه کوکنار خراب کړل

د ننګرهار مسوولينو ١٠٠ جريبه کوکنار خراب کړل

دننګرهار ولايت امنيتي مسولينو خبرورکړى چې په دغه ولايت کې يې پر لږترلږه سل جريبه زراعتي ځمکه دکوکناروکرلى فصل له منځه يوړاوڅوتنه يې ددغه فصل پرکرکيلي نيولي هم دي.

ددغه ولايت امنيه قوماندان ايوب سالنګي ديوې خبري غونډې پرمهال وويل ددوي پوليسو دسيمې له خلکو سره په ګډه تېره ورځ دلالپورې په سرحدي ولسوالۍ کې لږترلږه سل جريبه ځمکه دکوکنارو له کرکيلې پاکه کړه.

ده داهم وويل ددغه فصل دله منځه وړلو پرمهال پردوي له سين نه پورې غاړې نه ډزې هم وشوې چې دوي يې هم پروړاندې ډزې پيل کړې څوساعته ددواړو لوريو ترمنځ جګړه وشوه خوکومه مرګ ژوبله يې نه لرله.

دى وايي په دې جګړه کې له سپکې اودرنې وسلې وکارول شوې خوبيايې هم دکوکنارو کرونده له منځه يوړه.

جنرال سالنګي دخپلو خبروپرمهال داهم وويل چې دوي دکوکنارو پرضد دشېرزادو په ولسوالۍ کې چې اوس مهال دکوکنارو کرکيلي سيمه ګڼل کېږي کمپاين هم پيل شوى دى.

دى وايي دوي دسيمې له خلکو سره پردې خبرې کړي چې دغه ولسوالي دکوکنارو له کرکيلي پاکه کړي.

سالنګي داهم وويل دوي تردې دمه په دغه ولايت کې په بېلابېلو پېښو کې ٣٧٥٢کيلوګرامه چرس اوتارياک نيولي دي.

١٥تنه يې ددغوموادوپه تورهم نيولي دي.دى وايي پردې سربیره يې ١٥تنه دکوکنارودکرکيلي په تور هم په بېلابېلو سيمو کې نيولي دي.

سالنګي دمخدره موادوپرپېښو سربېره دځمکو سلګونو غاصبينو دنيولو خبرهم ورکړ اوويي ويل نيول شويو کسانو په بېلا بېلو سيمو کې دولتي ځمکې غصب کړې وې.

سالنګي داهم ويل چې دوي په دغه ولايت کې دخپلسرو وسلو ټولو لو پروسه په کاميابۍ سره مخ پروړاندې وړي چې په همدې لړ کې يې همدااوس مهال ٢٨١ميله وسله او٢٧بورۍ کيمياوي مواد نيولي دي.

دى وايي هغه ولسوالۍ چې دوسلو په راټولولو کې بريالۍ شوې دسولې نوم يې ګټلى دى اوپه هغوي کې دبيارعونې چارې هم ښې ګړندى روانې دي،پاتې ولسوالۍ به هم ډېر ژر دغه نوم خپل کړي.

په سيمه کې دمخدره موادو دله منځه وړلو او نيولو خبرپرداسې مهال ورکول کېږي چې دکوکنارو کرونده ثمر ته رسېدلې اولهيوشمېرولسوالۍ دکوکنارو دکرکيلي خبرونه ترغوږ کیږي څوورځې وړاندې هم دشیرزادوپه ولسوالى کې دکوکنار اړولو پر سر جګړه شوې وه چې په ترڅ کې يې مرګ ژوبله هم رامنڅته شوې وه.

XS
SM
MD
LG