د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګه د انتخاباتو په نوي قانون د کرزي سره غږیږي


ولسي جرګه د انتخاباتو په نوي قانون د کرزي سره غږیږي

ولسي جرګه د انتخاباتو په نوي قانون د کرزي سره غږیږي

<!-- IMAGE -->

ولسی جرګی غړود جمهور ریس حامد کرزی سره د انتخاباتو د قانون به باب د خبرو دا پریکړه د دوشنبی په ورځ ددغې جرګی په عمومی غونډه کی د جمهور ریس د تقنینی فرمان په سر د اوږدو بخثونو وروسته د رایو په اکثریت وکړه.

پدی غونډه کی چی د بندو دروازو شاته ترسره شوه یو شمیر هغو وکیلانو هم جمهور ریس سره د انتخاباتو په قانون د خبرو ملاتړ کوه چی د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون د نوی ریس د ټاکلو دمخه یی پدی قانون د بیا خبرو ترسره کیدلو سره کلک مخالفت کوه.

د ولسی جرګی ریس محمد یونس قانونی د پریکړی د اعلان وخت د وکیلانو وغوښتل چی جمهور ریس سره د کتنی لپاره د هیات د ټاکلوپه وخت هغه وکیلان غوره شی چی د حقوقی زدکړی ولری.

"د حقوق پوهانو یو هیات دی د مجلس د غړو له منځه غوره شی د انتخاباتو د نافذ قانون په سر دی هم د جمهور ریس او هم د انتخاباتو د کمیسون سره خبری وکړی".

تیره میاشت ولسی جرګی د جمهور ریس حامد کرزی هغه تقنینی فرمان د رایو په اکثریت رد کړه چی له مخی یی په هیواد کی د انتخاباتو نوی قانون نافذ شوی دی. خو د افغانستان مشرانو جرګی پدی فرمان د بخث نه ډډه وکړه.

جمهور ریس حامد کرزی تیر کال د خوت په میاشت کی کله چی د ولسی جرګی غړی په خپلو ژمنیو رخصتیو بوخت وه د یو تقنینی فرمان په اساس په افغانستان کی د انتخاباتو نوی قانون نافذ کړه.

د ولسی جرګی له خوا ددغه فرمان د ردیدلو وروسته پدی مسله د حکومت او پارلمان ترمنځ کاری اړیکی سړی او یو ډول حقوقی بخث پیل شو د جمهور ریس کرزی حکومت دا ګڼی چی قانون له مخی پارلمان د خپل وروستی کاری کال کی د انتخاباتو قانون په خپله اجندا کی نشی نیولی او ددی سره سره ولسی جرګی دا قانون د خپل وروستی کاری کال په اجندا کی ونیو او په عمومی غونډه کی پری خبری وکړی خو کله چی مشرانو جرګی پدی فرمان د بخث کولو نه ډډه وکړه.

د جمهور ریس کرزی حکومت وویل چی د دغه فرمان په باب د ولسی جرګی د رد پریکړه د انتخباتو د نوی قانون د نافذیدلو مخه نشی خنډ کولی او دا ځکه چی د افغانستان اساسی قانون د تقنینی فرمان د رد لپاره د ملی شورا پریکړه ضروری بللی ده.

ولسی جرګی جمهور ریس سره د انتخاباتو په قانون باندی د خبرو لپاره د هیات د لیږلو پریکره پداسی حال کی کړی چی د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون نوی ریس مولوی فضل احمد معنوی ویلی چی دا کمیسون به راروان پارلمانی انتخابات د همدی نوی قانون په اساس تر سره کړی.

د افغانستان پارلمانی انتخاباتو لپاره د سنبلی د میاشتی ۲۷ ورځ ټاکلی ده.

دغه کمیسون لا دمخه په دغو انتخاباتو د کاندیدیدلو لپاره د نوم لیکنی د نیټی اعلان کړی او د خلکو د خبرتیا پروګرامونه یی هم پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG