د لاس رسي وړ اتصالات

انیسه وهاب د تیاتر وتلې څیرې له نړۍ سترگې پټې کړې


انیسه وهاب د تیاتر وتلې څیرې له نړۍ سترگې پټې کړې

انیسه وهاب د تیاتر وتلې څیرې له نړۍ سترگې پټې کړې

<!-- IMAGE -->

میرمن انیسه وهاب د یکشنبی په شپه د ۵۳ کالو په عمر د مغزو د سرطان د ناروغی له امله په کابل کی په یو روغتون کی ددې پاني نړۍ سترګې پټې کړلې. انیسه وهاب د نږدی یوې میاشتی را پدې خوا د همدې ناروغی له امله په روغتون کې بستر وه.

انیسه وهاب په ۱۳۳۶کی په کابل کی زیږیدلی وه او د اوو کالو وه چی په راډیو افغانستان کی یی د کوچنیانو لپاره د پروګرامونو په جوړولو پیل وکړ چی په روغتون کی د داخلیدلو یوه ورځ وړاندی پورې په راډیو افغانستان کی د ممثلی په توګه خپل کار ته دوام ورکړ.

مرحومه وهاب اته کلنه وه چی په یوه ډرامه کی چی عاطفه نومیده برخه واخیستله او خپله لمړنی جایزه یی هم په همدی ډرامه کی د خپل بریالی رول د لوبولو له امله ترلاسه کړله چی د خپل تیر ۴۰ کلن هنری سفر په اوږدو کی یی ډیری نوری دغسی جایزی ترلاسه کړلې.

میرمن وهاب د امریکا په ګډون په ډیرو هیوادونو کی خپل فن خلکو ته ننداری ته ایښی.

میرمن وهاب په خپل وطن کی په ځانګړی توګه په لویو ښارونو کی ډیر شهرت درلود.

میرمن وهاب تیر کال واده کړی وو خو اولاد یی نه درلود.

XS
SM
MD
LG