د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست زده کوونکې نجونې وايي آسانتیاوې نلري


د خوست زده کوونکې نجونې وايي آسانتیاوې نلري
د خوست زده کوونکې نجونې وايي آسانتیاوې نلري

<!-- IMAGE -->

په خوست كې دښونځيو يو شمير زده كوونكي نجونې شکايت کوي، او وايي چې دولت ورته په اړونده برخه کې اسانتياوې ندي برابرې کړې

.

په خوست كې ګڼ شمير زده كوونكي نجونې له اړونده چارواكو پدې ناراضا دي چې د دويي په وينا دزده كړو لازم امكانات يي ورته ندي برابر كړي .

پدغه ولايت كې دنجونو دليسې زده كونكي وايي چې د درسونو په لړ كې له ډيرو ستونزو سره مخ دياو دغو ستونزو يې زده کړې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

دبي بي حليمې په نوم دنجونو دليسې يوه زده كوونكي وايي چې ښونځې ودانۍ نه لري او تر شنه اسمان لاندي زده كړي كوي .

همدا ډول نوموړې زياتوې له كورڅخه ښوونځي ته دتګ راتګ په برخه كې هم ستونزې لري او دنورو ستونزو ترڅنګ يي كور له ښونځي لري دى او نشي كولاي په خپل وخت درس ته ځان ورسوي .

دغه زده كوونكي له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د زده كړو په برخه كې دې د دوى دستونزو په حل كې هڅې وكړي او دزده كړو لپاره دې ورته زمينه برابره كړي ترڅو په ښه توګه خپلې زده كړې پرمخ بوزي .

ددې ليسې دوې نورې زده کوونکي وايي چېښوونځۍ وداني لري خو دپوهنې رياست اوس مهال د دويي ودانې پدې ولايتكې دارالمعالمين ته وركړياو دوييې شنه اسمان لاندې كينولي .

دغه نجونيد پوهنېله رياست څخه غوښتنه كويچې دارالمعالمين ته دې بل ځاى ولټوي او دوى ته دې خپله وداني خوشي کړي ترڅو د درس په وخت دسووځونكي لمربچ وي.

د بي بي حليمې دليسې ښوونکي هم د زده كوونكوټولو ستونزې پرځاي بولي،

دوى وايي په خوست كې نجوني په ډيرو مشكلو سره زده كړو ته حاضريږي ځكه دلته مسلط دود داسي دى چې ډيرې كورنې خپلو خويندو او لوڼو ته د زده كړو اجازه نه وركويخو هغه نجوني چې دا جرت كوي چې زده كړې وكړي نو دولت بايد بشپړه زمينه ورته برابره كړيترڅو هغه كورنۍ هم وهڅول شي چې دا مهال له ښځينه زده كړو سره مخالفت كوي.

د خوست د پوهنې رئيس سيد عزيز احمد هاشمي هم تر ډيره بريدهد زده كوونكو نجونو ستونزې پرځاي بولي او وايي چې هڅه به وكړي چې په نيږدي راتلونكي د دغو زده كوونكو هغو ستونزو ته دحل لاره پيدا كړي چې د دويي په وس پوره وي .

هاشمي زياتوېدنجونو دليسېد ودانې ، درسي كتابونو او يو شمير نورو ستونزو حل په نيږدي راتلونكې كې ممكن دي او ډيرزر به دزده كوونكو دغو ستونزو ته دپاى ټكي كيږديخو دا مهال دټرانسپورټ په برخه كې ورته كوم پلان نه لري.

كه څه هماوس مهال د دينې علماو دتبليغاتو او دعامه پوهونې دپروګرانو له امله په خوست كې ډير خلك غواړې چې خويندې او لوڼه يي زده كړي وكړي خولا هم ډيرې كورنۍ شته چې دې ته غاړه نه كيږدي ترڅو خپلې خويندې او لوڼې د زده كړو لپاره ښوونځيو ته پريږديدويي تر اوسه هم په هغه متل عمل كوي چې وايي ښځه يا دكور ده يا دګور خو داسلام مقدس دينپه ښځه او نر داوړو دعلم زده كړه فرضګرځولي .

په سيمه كې كتونكي وايي كه دولت د دينې علماو او قومي مشرانو په مرسته دعامه پوهونې پراخ پروګرامونه په لاره واچوي او كورني وهڅوي چې د هلك او نجلى ترمنځ له توپير پرته په اولادونو زده كړي وكړياو دولت ورته دزده كړو بشپړ زمينه او مناسب چاپيريال رامينځته كړي نو تر ډيره بريده به دغه ستونزه حل شي او خلك به حاضر شي چې خپلې نجونې ښونځيو ته وليږي .

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د خوست د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې شاوخوا څلوېښت ٤٠ زره نجونې په زده کړو بوختې دي.

XS
SM
MD
LG