د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست ښوونځیو کې د مخدره موادو خلاف د پوهاوي کمپاین


د خوست ښوونځیو کې د مخدره موادو خلاف د پوهاوي کمپاین
د خوست ښوونځیو کې د مخدره موادو خلاف د پوهاوي کمپاین

<!-- IMAGE -->

د خوست دپوهنې چارواكي وايي چې ددغه ولايت په ټولو ښوونځيو كې دمخدره موادو په ضد دعامه پوها

وي كمپاين پيل كړيدي.

د خوست ولايت دپوهنې درياست چارواكي وايي چې په خپلو ټولو اړونده ښوونځيو كې يي دنشه يي موادو پرضد دعامه پوهاونې پراخ كمپاين پيل كړي .

د خوستد پوهنې ريس سيد عزيز آحمد هاشمي د امريکا غږ اشنا راډيو ته وويل چې په ښونځيو كې به تر اخيره دنشه موادو پرضد كمپاين جاري وساتي ترڅو له يوې خوا خپله ځوانان نشه لري وګرځوي او له بلې خوا بيا دښوونځيو ځوانان په كليواو بانډو كې كې خپلو كورنيو او كليوالو ته دمخدره موادو په وړاندي تبليغ وكړي او دهغې په اضرارو يي وپوهوي .

هاشمی زیاتو اوس مهال په هيواد كې دنشه موادو كاروبار اوستعمال يوه غټه ستونزه ده چې افغانان ورسره لاس او ګريوان دي او افغان دولت يي په نړيواله سطحه له ستونزو سره مخ كړي .

دهاشمې په وينا دا دټولو افغانانو دنده ده چې دمخدره موادو په ضد كمپاين وكړي. نوموړي وايي په خوست كې نه یواځې دمخدره موادو سره دمبارزې رياست بلكې ټولې دولتې ادارې اوعام خلک بايد ددغه مضر بوټی په له منځه وړلوکیبرخه واخلی ،

دخوست دپوهنې رييس زياتوې اوس مهال په ښوونځيوكې دمخدره پرضد دعامه پوهاونې ځينې مضامين هم تدريس كيږي ترڅو په عامه توګه خلك دمخدره موادو څخه نفرت پيداكړي او ددغه بوټې ټغر له هيواد څخه ټول شي .

دیادولووړده چی په خوست كې له تيرو دروکلونو راهیسی دمخدره موادو دكوكنارو او نورو مخدره بو ټو کرکیله صفرشوی خودمعتادو کسانوپه شمیرکیورځ تربلی زیاتولی راځی چی چارواكي يي لامل دقبایلی سیموسره اوږده پوله په ګوتو كوي چی قاچاق وړونکیکولی شي چی په اسانی سره دغه ولایت ته مخدره مواد را انتقال کړي.

XS
SM
MD
LG