د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغانستان به نړیوالو اتلولیو کې ښه وځلیږي


کرکټ: افغانستان به نړیوالو اتلولیو کې ښه وځلیږي
کرکټ: افغانستان به نړیوالو اتلولیو کې ښه وځلیږي
<!-- IMAGE -->

د کرکټ د لوبې ځینې ماهرین وايي، د افغانستان لوبډله کیدای شي په راتلونکو شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د نړۍ ډیر تکړه لوبډلو ته ماتې ورکړي.

د آسیا د کرکټ د شورا غړی اقبال سکندر وايي، د راتلونکي نړیوال کټ نور غړي هیوادونه باید د افغانستان په اړه اندیښنه ولري. هغه د افغانستان د کرکټ د لوبډلې پرمختگ ته اشاره وکړه په داسې حال کې چې دغه ملک د لسیزو جگړو ځپلی او لوبغاړي یې د کرکټ لپاره منظم لوبغالي نلري.

اقبال سکندر د افغانستان د لوبډلې د لیاقت ستاینه وکړه او وې ویل: "دوی هر ډول لوبغاړي، ورو توپ اچوونکي، تیز توپ اچوونکي، توپ وهونکي او هرکاره لوبغاړي لري".

د جنوبي افریقا د لوبډلې کپتان گرام سمیت هم له دې خبرې سره موافق دی او وايي چې افغانستان به په آینده لوبو کې ځکه د حیرانوونکی وي چې ددغه ملک لوبډله ډیر شهرت نلري خو ډیر تکړه لوبغاړي لري.

نړیواله شل اوریزه لوبه د اپریل په دیرشمه ویسټ انډیز کې پیلیږي. ١٢ ملکونه پکې برخه لري. افغانستان په سي ډله کې له هند او جنوبي افریقا سره ځای په ځای شوی دی.

افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه د مۍ په اوله د هند سره کوي.

XS
SM
MD
LG