د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا چارواکي وايي ٦ طالبان وژل شوي


د پکتیکا چارواکي وايي ٦ طالبان وژل شوي

د پکتیکا چارواکي وايي ٦ طالبان وژل شوي

<!-- IMAGE -->

د پكتيكا ولايت چارواكي وايي چې دافغان او ناټو ځواكونو په ګډو عملياتو كې شپږ وسلهوال طالبان وژل شويدي.

دپكتيكا ولايت چارواكي وايي چې تيره ورځ ددغه ولايت دګيانې په ولسوالۍ كې كورنيو او بهرنيو ځواكونو ګډ پوځې عمليات كړي چې په ترڅ كې يي شپږ وسله وال طا لبان وژل شويدې او له هغوي څخه يوه اندازې وسلې او پوځي مهمات هم دګډو ځواكونو لاس ته ورغلي دي.

ددغه ولايت دوالي وياند مخلص افغان وايي چې تيره ورځ له غرمې مخكې دګيانې په ولسوالې كې ملي اردو، ملي پوليسو او ناټو ځواكونو ګډ عمليات ترسره كول چې دمخاليفينو له مقاومت سره مخ شول او د دواړو خواوو ترمينځ لنډه جګړه رامينځته شوه.

افغان زياتوي دجګړې په نتيجه كې ګډو ځواكونو ته زيان ندي رسيدلي خو شپږ وسلوال طالبان پكې ووژل چې جسدونه يي دجګړې په سيمه كې پاتي دي او له هغوي څخه يوه انداه وسلي هم دځواكونو لاس ته ورغلي.

مخلص افغان زياتوې په تر لاسه شوو كسلو كې او مهماتو كې پنځه ميله كلاشينكوف ، يوه پيكه ، يو راكټ او درې پاى مخابرې شاملې دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پدې اړه څه نه دي ويلي خو په سيمه كې د هغوى يوتن وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلې چې د پكتيكا په سرروضه ولسوالۍ كې يې د يوه شركت په ساتونكو بريد كړى او ادعا كوي چې دنوموړي شركت تر لسو پورې سرتيري يې وژلي او ټپيان كړي دي.

خو د پكتيكا ولايت دوالي وياند مخلص افغان وايي چې دوه ورځې وړاندي پدې سيمه په يوه خصوصي شركت پسې چاودنه شوي خو هيڅ ډول زيان يي نه درلود.

له بلې خوا ددغه ولايت په مركز ښرنه كې د يو بس موټر د چپه كيدو له امله يوتن وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.

چارواكې دپېښې تاييد كوي او لامل يي د موټر چلوونكي بي پروايي او ګړندى تګ بولي.

پكتيكا دهيواد سرحدي ولايت دي چې له ګانډې هيواد پاكستان سره ګډ اوږد سرحد لري او ډير كله تري دوسلوالو بريدونو ، چاودنو او نورو امنيتي پېښو رپوټونو وركول كيږي.

XS
SM
MD
LG