د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د ملکي افغانانو د مرگ له امله بخښنه غوښتی


ناټو د ملکي افغانانو د مرگ له امله بخښنه غوښتی
ناټو د ملکي افغانانو د مرگ له امله بخښنه غوښتی
<!-- IMAGE -->

د ناتو تړون د نړیوالو قواو په ډزو کی د څلورو ملکی کسانو د وژلو له امله بخښنه غوښتلې ده او وایي چه په غلط ډول یی د دوو وژل شووکسانو لپاره د پیژندل شوو یاغیانو کلمه استعمال کړی وه.

ناتو وویل چه د دوشنبی په شپه د ناتو د عسکرو په ډزو څلور کسان د خوست په ولایت کی وروسته دهغی ولگیدل او ووژل شول چې د خبرتیا اشاری یی ونه منلی.

ددغو کسانو د کورنیو غړو سوری نعری شروع کړی او وایی چه څلور واړه کسان کم عمره ځونان ؤ چه د والیبال د لوبی نه وروسته خپلو کورونو ته راتلل.

د ناتو یوه اعلامیه چه نن خپره شوی ده وایی څرنگه چه د دوو کسانو د گوتو نښانی د هغو کسانو دگوتو دنښان سره یو شان وی چه پخوایی په حملو کی لاسدرلود، نو ځکه د ناتو یوه پوځی ویاند، ډگرمن ټاډ ویشین، وویل چه وژل شوی خلک یاغیان وو.

خو ناټو وایی چی دهغوی د گوتو دنشان د موجودیت مانا دانده چی هغوی دی یاغیان وی.

ددغو ډزو له امله د مقتولانو کورنیو فریاد او احتجاج وکړ. هغوی وویل چی هغه څلور واړه وژل شوي کسان تنکی ځوانان وو او په یوه کلی کی دوالیبال له لوبی نه بیرته خپلو کورونو ته راستنیدل.

ناتو وایی چه عسکرو یی دخوست په ولایت کی په یوه موټر باندی په داسی حال کی ډزی وکړی چه دیوه پوځی قطار ته یی رانژدی کیده او دودریدلو او توقف اشاری یی ونه منلی.

ناتو وایی چه لومړی یی دبیرون نه په موټر باندی څو واری ډزی وکړی چه دحرکت نه یی وغورځیږی او بیا یی په موټر باندی دننه ډزی وکړی.

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي دغه وژنی وغندلی او دتحقیقاتو امر یی کړی دی چی د پیښی تحقیقات وکړی. کرزی په ناتو غږ وکړ چه ملکی خلک دی نه وژنی.

ناټو وویل چی پوځی ښوونکی به په ټول افغانستان کی مقرر کړی چی داخبره یقینی کړی چی عسکر د جگړی په اصولو باندی پوه وی اوله هغو پخوانیو پیښونه درس زده کړی چی د ملکیانو د تلفاتو باعث گرځیدلی وو.

XS
SM
MD
LG