د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي کمسیون د کرنې وزارت ته ماشین آلات ورکړل


اروپايي کمسیون د کرنې وزارت ته ماشین آلات ورکړل

اروپايي کمسیون د کرنې وزارت ته ماشین آلات ورکړل

<!-- IMAGE -->

اروپایی کمسیون دافغانستان دکرنې،اوبولګولو اومالدارۍ د وزارت سره د

۱۹۱ډول ډول کرنیزو ماشین الاتو مرسته وکړه.

د کرنې وزیر محمد آصف رحیمی دچهارشنبې په ورځ په کا بل کې یو خبری کنفرانس ته وویل چه دنویو ماشین الاتو په کارولو سره به په هیود کې دننه داصلاح شوو تخمونو تولیدته زمینه برابره شی اوزراعتی تولیدات به لوړشی.

په دې ماشین الاتو کې۴۱دغنمو دتخم پاکونکی ۴۱لوۍ او ۵واړه ټراکتورونه ۳۶تریشرونه ۶۱تخم شیندونکی او۱۶د سبزیجاتو د تخم پاکوونکی شامل دی. چه ټول ارزښت یی ۵.۳میلیونه امریکایی ډالرو ته رسیږي.

آصف رحیمی وویل ارو پایی کمسیون ورسره د۱۸میلیونه ډالره مرستې ژمنه کړیده او په راتلونکی کې به نورې مرستې هم ورکړی "د ۱۸میلیو نه څخه د۵.۳میلیونه په ارزښت دا وسایل اخستل شویدی د۲میلیونو په ارزښت به نور هم راوړل شی پاتې نورې به په نورو چارو ولګول شی".

ښاغلی رحیمی وویل د ماشین آلاتو یوه برخه هغو خصوصی شرکتونو ته ورکول کیږی چه دتخمونو د تولید په برخه کې فعالیت کوی اویوه بله برخه دکرنې وزارت دتخمونود تحقیقاتی انستتیوت په واک کې ورکول کیږی.

دکرنې وزارت وایی په کلنۍ تو ګه شاوخوا ۳۰۰مټریک ټنو د غنمو اصلاح شوو تخمونو ته اړتیالری چه اوسمهال یوازې تر۲۰زره ټنو هم لږ په افغانستان کې تولیدیږی.

داچارواکی و ایی په ټول هیوادکې ۸میلیونه هکتاره ځمکه دکرلو وړده خو اوس یوازې تر ۲۵په سلو کې لږه داو بو دکموالی او یو لړ نورو ستونزو له کبله کرل کیږی اود دې ستونزې دحل لپارهپه پنځو راتلونکو کلونو کې ۸میلیارده ډالرو ته اړتیا لری چه سمې نیمې پیسې داوبو لګولو برخې ته په نظرکې نیول شوی دی.

XS
SM
MD
LG