د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې ملي مشورتي جرګه وځنډیدله


د سولې ملي مشورتي جرګه وځنډیدله

د سولې ملي مشورتي جرګه وځنډیدله

<!-- IMAGE -->

د افغانستان د پوهنی وزیر ډاکترغلام فاروق وردک چی د جمهور ریس حامدکرزی له خوا د سولی د ملی مشورتی جرګی د جوړیدلو د کمیسون ریاست هم ور سپارل شوی د چهارشنبی په مازیګر یو خبری کنفرانس ته په وینا کی په رسمی ډول د ثور د ۱۲ نه د ثور ۳۰ ته د سولی د جرګی ځنډیدل اعلان کړل.

ډاکټر وردک وویل ددی جرګی په جوړیدلو کی د ځند پریکړه د چهارشنبی په ورځ جمهور ریس حامد کرزی په ارګ کی د یوی مشورتی غونډی وروسته وکړله.

ډاکټر غلام فاروق وردک وویل چی په ارګ کی پدی غونډه کی د جمهور ریس د دواړو مرستیالانو او د هغه د کابینی د یو شمیر وزیرانو د ګډون سربیره د ستری محکمی او ولسی جرګی ریسان د مشرانو جرګی لمړی مرستیال او د پخوانیو مجاهدینو د شمیر ډلو مشرانو او استازو هم برخه اخستی وه.

ډاکټر وردک وویل چی جمهور ریس عمومآ د ملی مسلو په سر د همدغو شخصیتونو سره سلا مشوری کوی هغوی سره یی د نن ورځی د سلا مورو وروسته د سولی د ملی مشورتی جرګی د ځنډ پریکړه وکړه.

"مشوره نن وشوه اوفیصله دا شوه چی د سولی ملی مشورتی جرګی تدویر دی حداقل د دوه دریو هفتو لپاره په تاخیر ولویږی".

د پوهنی وزیر د جرکی د ځندیدلو په علتونو کی یو عمده علت د ثور په شلمه امریکا ته د جمهور ریس حامد کرزی سفر او هلته د امریکا جمهور ریس سره خبری او ددغو خبرو نه د سولی د جرګی برخوالو خبرول وښوده د ځنډ په نوروعلتونو کی یی د جرګی د پریکړو نه د نړیوال ملاتړ په باب د افغانانوترمنځ اندیښنو ته ځواب ورکول او ددغی جرګی د جوړیدلو د نیټی او د پارلمانی انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لکینی د بهیر پیلدل وښودل هغه انګیرنی یی ناسمی وبللی چی ګوندی دا جرګه د بهرنیانو د غوښتنو په اساسیی جوړیدل شاته لویدلی دی.

هغه د یو خبریال د دی پوهتنی په باب چی د دغی جرګی د ځنډ اعلان د افغانستان د حکومت دمخه افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د جمهور ریس ریچارد هول بروک له خوا شوی دی وویل چی ښاغلی هول بروک د حالاتو نه د خپل درک له مخی د جرګی د ځند په باب څرکندونی کړی دی.

"تر اوسه د جرګی د تدویر نیټه خو ما نده تعین کړی په حیث د ریس د کمیسون چی هغه به زه پشنهادوم د افغانستان جمهور ریس ته نو ښاغلی هول بروک به څنګه د جرګی د جوړیدلو د نیټی نه خبر اوسی".

ډاکټر وردک وویل چی ښاغلی هول بروک افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د جمهور ریس ځانکړی استازی دی او په عین حال کی هغه په واشنګټن کی د دواړو جمهور ریسانو تر منځ د کیدونکو خبرو د اجندا نه هم خبر دی که چیری هغه څه څرګندونی کوی هغه به د حالاتو نه د ښاغلی هول بروک د درک زیږنده اوسی چی دا د ډاکټر وردک په وینا پدی باب څرګندونی د هغه بشپړ حق دی.

دمخه د سولی ملی مشورتی جرګی د جوړیدلو لپاره د ثور ۱۲ ورځ په پام کی نیول شوی وه .د افغانستان حکومت وایی چی د سولی ددغی دری ورځینی جرګی د جوړیدلو هدف د خپلو مخالفو وسلوالو سره دي ‎پخلاینی لپاره د کړنلاری جوړل ښی .

XS
SM
MD
LG