د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز كې ٢١ زده كوونكې مسمومې شوي


کندوز كې ٢١ زده كوونكې مسمومې شوي
کندوز كې ٢١ زده كوونكې مسمومې شوي
<!-- IMAGE -->

په كندوز كې د نجونو د فاطمه الزهرا د ليسې ٢١ تنه شاګردانې او استادانې مسمومې شوي دي، دغه ليسه د كندوز د ښار په مركز كې موقعيت لري.

د فاطمه الزهرا ليسې نولس تنه نجونې چې عمرونه يې له لسو كالو كم وو هغه وخت مسموم شوى چې خپل ټولګي ته ننوتې وې.

ددغې ليسې يوه زده كوونكې چې مسموم شوى وه وايي چې دوي چې خپل ټولګي ته ننوتلې يو ډول بوى يې حس كړ له ټولګي راووتې خو سرمعلم يې ورته وويل چې بيرته ټولګي ته ننوځي كله چې دوي ننوتي دي بې هوشه شوي.

د كندوز د معارف رياست معاون وايي چې د نجونو د ليسې تر څنګ د ناكو په باغ او سبزيجاتو باندې دهقانانو دوا شيندلې چې ددغه ټولګي زده كوونكې يې له امله مسمومې شوي دي.

د معارف د رياست معاون عبدالكريم وحدت وايي چې د ښوونځي ټولګي ته هغه دوا چې په سبزيجاتو شيندل شوى د هوا په ذريعه ننوتې ده، چې زده كوونكو ته يې ستونزه پيښه كړى ده.

خو دنجونو د ليسې تر څنګ باغوان او دهقان چې سبزي يې كرلې وايي چې دوي هيڅ وخت په شنو سبزيجاتو باندې دوا نه شيندي.

د كندوز د ولايتي روغتون ډاكټر همايون خاموش وايي چې روغتون ته يوويشت تنه مسمومې نجونې راوړل شي چې له ډلې څخه يې يوه معلمه او يوه د مكتب چپړاسۍ ده او پاتي نولس وړې نجونې ديچې تر تداوۍ لاندې دي.

ډاكټرهمايون خاموش وايي چې دغه زده كوونكې د يوډول ګاز د استعمال له امله مسمومې شوي دي، هغه وايي چې د ښوونځي په داخل كې او يا هم له ښوونځي دباندې مسموم كوونكې ګاز استعما ل شوى او دغه نجونې يې مسمومې كړي دي، ډاكټران ددغه تسموم علامې د فشارلوړيدل او استفراق ښيي.

ددغو نجونو د كورنيو غړو له دولت څخه غوښتنه كوله چې د ښوونځيو زده كوونكو ته د ضرر رسولو مخنيوې وكړي.

په كندوز كې دا لومړى ځل دى چې د نجونو په مكتب كې مسموم كوونكي مواد استعماليږي.

امنيتي مسولينو تراوسه پورېدنجونو په دغه ليسه كې د بې هوشه كوونكې دوا يا ګاز د استعمال په تور څوك نه دي نيولي.

XS
SM
MD
LG