د لاس رسي وړ اتصالات

د بدخشان  هوايي ميدان بيا رغول كيږي


د بدخشان  هوايي ميدان بيا رغول كيږي
د بدخشان  هوايي ميدان بيا رغول كيږي

<!-- IMAGE -->

د فيض اباد د هوايي ميدان د بيارغونې چارې د ترانسپورت او هوانوردۍ د وزير محمدالله بتاش لخوا رسما پيل شوې.

دغه هوايي ميدان د اسيايي بانك او ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت لخوا د لس ميلونه امريكايي ډالرو په لګښت بيارغول كيږي.

د بدخشان ولايت وياند عبدالمعروف راسخ وايي چې ددغه هوايي ميدان د بيارغونې لپاره ۷ ميلونه امريكايي ډالر د اسيايي بانك او درې ميلونه امريكايي ډالر د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت دانكشافي بوديجې څخه وركول كيږي.

نوموړى وايي چې د فيض اباد هوايي ميدان د ۲۰۰۰ متره اوږدوالي او ۹۰ متره عرض په درلودلو سره دنړيوالو معيارونو سره سم جوړيږي، او زياتوي چې ددې ترڅنګ په دغه هوايي ميدان كې ۵ بلاكونه هم جوړيږي چې په وينا يې د هوايي ميدان د ضرورت وړ ټولې ودانۍ په كې په نظر كې نيول شوي دي.

د بدخشان ولايت وياند عبدالمعروف راسخ وايي چې دا وخت هره هفته دغه ولايت ته د يو خصوصي هوايي شركت لخوا درې پروازونه كيږي چې د نوموړي په وينا ددغه ولايت د يوكم شمير خلكو ترانسپورتي مشكلات ورسره حل كيږي خو زياتوي چې كه دغه هوايي ميدان ورغول شي نو په وينا يې زيات هوايي شركتونه به دغه ولايت ته خپل پروازونه پيل كړي چې ورسره به د زياتو خلكو ستونزې حل شي.

راسخ زياته كړه چې له جګړو څخه په مخكې كلونو كې په يوشمېر لرو پرتو غريزو ولسواليو كې هم واړه هوايي ميدانونه وو چې په وينا يې د اړتيا پر وخت به هلته پروازونه كېدل، هغه وايي چې د ترانسپورت وزير وعده وكړه چې د شغنان، درواز او واخان ولسواليو د هوايي ميدانونو د بيارغولو لپاره به هم خپلې هڅې ګړندۍ كړي.

د فيض اباد اوسيدونكې هم ددغه هوايي ميدان د بيارغونې د چارو په پيل كېدو خوشحاله دي او وايي چې كه دغه هوايي ميدان ورغول شي دوى ته به كابل ته د تګ راتګ لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

د فيض اباد يو اوسيدونكى جعفر وايي چې دوى دا وخت د كابل د پرواز لپاره درې يا څلور ورځې انتظار وباسي، هغه وايي چې كه هوايي ميدان ورغول شي نو يو شمېر نور هوايي شركتونه به هم دغه ولايت ته پروازونه پيل كړي چې د جعفر په وينا دوى به بيا كولى شي چې په اسانۍ سره هر ورځ چې وغواړي كابل ته سفر وكړي.

XS
SM
MD
LG