د لاس رسي وړ اتصالات

د ځمکې نړیواله ورځ د کابل په ژوبڼ کې


د ځمکې نړیواله ورځ د کابل په ژوبڼ کې
د ځمکې نړیواله ورځ د کابل په ژوبڼ کې
<!-- IMAGE -->

د اپریل دوه ویشتمه چې د ځمکې د ورځې په نوم نومول شوې، نن د کابل په ژوبڼ کې ونمانځل شوه.

په دې غونډه کې د دولتي چارواکو تر څنګ د امریکا د سفارت مقاماتو هم برخه اخېستې وه.

ددې ورځې د لمانځلو سره، د کابل په ژوبڼ او په افغانستان کې د وحشي ژوو د له منځه تلو لو خطرونو ته هم پام اوښتی دی.

د کابل ژوبڼ چې د کورنیو جګړو پر مهال په لومړۍ کرښه کې وو او جنګونو ویجاړ کړی وو په تېرو اتو کلونو کې بېرته په بشپړه توګه رغول شوی.

دا مهال پدې ژوبڼ کې مختلف ډوله ژوي او الوتونکي شته دي.

د ژوبڼ مشري وايي دوی ته د یوکو له خوا یو عشا ریه درې ملیونه امریکايي ډالر د ژوبڼ د پراختیا لپاره ورکړل شوي او په پام کې لري تر پل ارتنه پورې یې پراخ کړي.

<!-- IMAGE -->

د کابل ژوبڼ دا مهال توانېدلی چې د اسیا د ژوبڼونو د ټولنې یا سازاک غړیتوب ترلاسه کړي.

د ځمکې د ورځي د نمانځنې په پلمه په کابل ژوبڼ کې جوړې غونډې ته د چاپیریال ساتنې د اداري یوه چارواکي وویل لا هم په افغانستان کې په طبیعي او انساني حالتونو کې وحشي ژوي له منځه وړل کیږي، ژوندونه یې له خطرونو سره مخ دي.

دوی وايي په اته څلوېښت نوعه حیواناتو او نباتاتو یې بندیز لګولی او په سره لست کې یې شامل کړي.

د چاپيریال ساتنې د ادارې په وینا له څ ی ړنې وروسته دا هم ورته معلومه شوې چې شل نوعه نور حیوانات هم د له منځه وړلو له خطر سره مخ دي.

په کابل کې د امریکا د سفارت د اقتصادي او پرمختیايي چارو سفیر انټوني وین چې د کابل ښاروالۍ او چاپيریال ساتنې له چارواکو سره د ځمکې د ورځې د نمانځنې په غونډه کې ګډون کړی وو وايي امریکا له ګڼو غیری حکومتي مؤسسو سره کار کوي ترڅو د وحشي ژوو له منځه وړل پای ته ورسوي او ترې ساتنه وکړي.

<!-- IMAGE -->

انټوني وین، د امریکا د سفارت د اقتصادي او پرمختیايي چارو سفیر:

""په تېرو مختلفو کلونو کې مونږ په لسګونو زره ډالر مصرف کړي چې د چاپیریال په مختلفو برخو کې کار او ملاتړ یې وکړو مونږ هڅه کوو ترڅو په راتلونکي کې هم له دې هڅو ملاتړ وکړو".

کابل ژوبڼ اوس دا مهال په عادي ورځو کې تر دوه زرو پورې سیلانیان لري او په رخصتیو کې تر شل زرو پورې ننداره چیان ورځي دوی وايي د ټکټ بیې یې ټیټې دي او تېر کال شپږ ملیونه افغانۍ یې عاید درلود.

XS
SM
MD
LG