د لاس رسي وړ اتصالات

په جلال آباد کې  د افغاني موسیقۍ سیمینار جوړ شو


<!-- IMAGE -->

په دې وروستيو کې دموسیقۍ بازار دومره تود شوى دى چې له الکترونکي مطبوعاتو نيولې ان تر دکانونو اوپولې اوپټي، دیرې اواوجرې پورې يې انګازې رسېدلې دي.

په دفتر کې موسیقي په دکان کې موسیقي اوپه کليو او وجورو کې موسیقي. داچې دموسیقۍ په دومره ګرم بازارکې څه اړتيا پیښه شوه چې په دې اړه سيمينار اوورکشاپ په جلال اباد کې جوړشي اوپه هغې کې دې لروبرسره ګډون وکړي.

په دې اړه دهمدې غونډې يو سمبالوونکی او د ختیځې سيمې ليکوالو اوژورنالیستانو خپلواکې ټولنې دمشرتابه يو غړي محمد اصف شينواري وويل: "يوازينى هدف يې له بهرني کلتوري يرغله دافغاني موسیقۍ ژغورل دي".

د سيمينار گډون کوونکو ویل چې د غونډې په پریکړه لیک کې د افغان سندرغاړو غوښتل شوي چې د مبتذلو سندرو مخنیوی وکړی، افغاني موسیقي پاکه او ځانگړې وساتي او له بهرنیو سندرو سره یې گډه نه کړي.

محمد آصف شینواری وايي، د حکومت له اړوندو ادارو په خاص ډول د اطلاعاتو او کتلور له وزارت نه هم غوښتل شوي چې ددغه ډول سیمینارونو جوړولو ته ادامه ورکړي او د افغاني موسیقئ د زده کړې لپاره مرکزونه جوړ کړي.

خو دا چې اوس مهال افغاني موسېقي په څه حال ده دغريبي موسېقۍ اغېز پرې څومره دى په دې اړه موسېقي پوه عاشق الله فرياد وايي:

"افغاني موسیقي په زوال روانه ده. اکثره د موسیقئ ډلې غربي موسیقي غږوي او یا خو په شرقي موسیقئ کې هم غربي آلات استعمالوي".

ښاغلی فریاد خبرداری ورکوي کې جدي اقدامات ونشي ددې خطر شته چې افغاني موسیقي په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي.

"مونږه د خیبر زلمي پښتو زمونږه شان دی مونږه پښتانه یو په پښتو مو ځان قربان دی"

دا د خيال محمد په غږهغه سندره ده چې لسګونه کاله وړاندې يې د دره خيبر په نوم په يو پښتو فلم کې ويلې وه.

خيال محمد دوه ورځې وړاندې همدا سندره په رنځور ځان په جلال اباد کې د خپلو مينه والو په ډیر ټینګار او غوښتنه د سټيج په سر داسې وويله چې تر شا يې زوى وصال خيال ناست وو او خپل پلار ته یې د سندرې مصرې ور په یادولې.

XS
SM
MD
LG