د لاس رسي وړ اتصالات

رویټرز: د افغانستان اداري ظرفیت لوړول عمده ستونزه گڼل کیږي


رویټرز: د افغانستان اداري ظرفیت لوړول عمده ستونزه گڼل کیږي
رویټرز: د افغانستان اداري ظرفیت لوړول عمده ستونزه گڼل کیږي

<!-- IMAGE -->

د رویټر خبری اژانس د اپریل په ٢٢مهلیکي هغه وخت چی د امریکا قواو د هلمند ولایت د مارجی ولسوالي له طالبانو نه، د فبروری په میاشت کیپاکه کړله نو هغوی په دی هیله وو چی ځايي افغان حکومت به په بیړه باندی خپل کارونه سنبال کړي. خو دا کار له هغی اندازی نه چی تصور یی کیده سخت و.

دا ښکاره کوی چی دا ستونزه په ټول هیواد کی موجوده ده. د افغانستان د حکومت لپاره د یوی مسلکی اداری او کاری قوی جوړولوباندی د بحث په دورانکی وویل شول چی دحکومت د اداری کفایت او کاری قوېزیاتولبه د حکومت اعتبار زیات کاندي او هغه نیمگړتیا به رفع کاندي چی یو شمیر خلک ورته په اداری فساد ککړ حکومت وایي.

رویټر لیکی دافغان حکومتناتوانی تهچی خلکو ته بنیادی امنیتی خدمات په هغو سیمو کی برابر کړی چی طالبان ترینه ایستل شویدی؛ پخوا په دی سترگه کتل کیدل چی داد اوباما د حکومت د یاغیانو ضد ستراتیژی لپاره یو خطر گڼل کیږی. په ډیرو ولسوالیو کی د حکومت ډیری څوکۍ تشی دی ځکه چی چارواکی له د وامدار امنیتی خطر سره مخ دی. رویټر د غلام جیلانی پوپل له قوله لیکی چیډیر تعلیم یافته کسان په ډیر وخوندی وظیفواو غټو تنخواه گانو پسیگرځی او هغه زیاتی په شخصی کمپنیو کی پیدا کیږی.

غلام جیلانی پوپلدافغانستان د محلی اورگانونو د ادارې رئیس وایي بشري قوې ته په عاجل ډول ضرورت لیدل کیږی. هغه د یو مثال په ترڅ کی وویل چی د ٧٥حکومتی بستونو لهجملی نه یوازی پنځهبستونه په یوه ولسوالی کی تیر کالډک شویدی. شپږ ولایتونه تر اوسه پوری حکومتی ودانی نلری او یو شمیر نور یی بریښنا نلري.

پر دی سر بیره طالبان ځایی چارواکی په نښه کوی. په همدی لړ کی هغوی دکندهار د ښاروالۍ مرستیال څو ورځی مخکیهغه وخت وواژه چی هغه په یوه جومات کی لمونځ کاوه.

رویټر لیکیبرید جنرالجان نکلسن په پینټاگان کی د پاکستان او افغانستان دهمکاری د جرگه گۍ رئیس واییچی د حکومت او حکومتداری دمسایلو په اړهبه موږ په راتلونکیو ورځو کی لهډیرو ستونزمنی ورځو سره مخ شو.

یوه بله ستونزه چید محلی حکومتونو اعتماد او اعتبار ته تاوان رسوی هغه د پولیسو د کاراجراات دی.که څه هم امریکا او متحدین یی کوشش کوی چی له هغوی سره مرسته وکړی چی ښه تقویه او مجهز شی او دهغو سیمو امنیت تامین کړی چی طآلبان ترینه وایستل شی.

جنرال نکلسن وویل چی د یو اټکل له مخی د افغانستان د ١٠٢ زره پولیسانو له جملی نه یوازی دیرش فیصده روزل شویدی.هغه وویل چی موږ داسی قوه لرو چی ټوپک ورسره شته دی خو اکثریت یی هیڅ روزنه نلری.موږ د شروع له مرحلی نه اوس په راوتلو یوخو په کلونو بیرته پاتی یو.

متقاعد ډگروال جیف هینز چی په ٢٠٠٨ م کال کی په افغانستان دامریکا له پوځ سره لیږل شوی و او اوس څیړنی او تحلیلونه کوی؛ وایی چی پکارده دافغانستان دملی اردو کارونه هم گړندی شی، ځکه هغوی ته دمشرتابه ډیر قوی نقش ور سپار ل شویدی. هغه وویل چی اکثرا په اردوکی ددوستانو، خپلو انو او اشنایانو پالنه موجوده ده او په داسی محیط کی ډیرسخت کارد ی چی یا چاته سزا ورکړل شی او یا چاته دهغه د ښهکار انعام ورکړل شی.

هغه زیاته کړله چی پکارده په اداری فساداخته منصبداران له خپل ځای نه لیری کړی شی.هغه وویل چی داخلک ډیر زیرک اوهوښیاردی او ډیرڅه کولی شی او موږ لوبوی.رویټرز لیکی چی دامریکا د خارجه وزارت یوملکی مامو ر وویل چی امریکا ډیری کلکی هلی ځلی کوی چی دافغانستان دخلکو او دهغوی د حکومت ترمنځ اړیکی منځته راولی

.د خلیج ټایمز ورځپاڼه لیکی چی دمی په میاشت کی به دافغانستان جمهوررئیس حآمد کرزی واشنگټن ته سفر وکړی. په دغه لیکنه کی دهغه په سفر اونورو مسایلو تبصره شویده.

ورځپاڼه لیکی جمهوررئیس کرزی د واشنگټن وروسته به د جولای په میاشت کی یو کنفرانس وي چی د افغانستان په پرمختگ باندی بحث وشي چی هغه اهداف یی سر ته رسولی دی او که نه چی د هغه د حکومت لپاره د امریکا له خوا نه ټاکل شوی وو.

خلیج ټایمز لیکی چی ښاغلی کرزی په دی نیژدی وخت کی په افغانستان کی د نړیوالو سوله ساتونکیو قواو یا ایساف دفترته په کابل کی تللی و.

دا لومړی ځل و چی هغه ته دعملیاتو په باب لنډ معلومات ورکړل شو.

ددی خبری اهمیت په دی کی دی چی دا کار افغانستان ته د یو ستراتیژیک شریک اوهمکار حیثیت ورکوی .داریانتیا خبره خو داده چی افغانستان ته له نهه کلونو نه وروسته دا حیثیت ورکړل شو.

خلیج ټایمز لیکی چی د هلمند په تهاجمی جگړهکی د افغان امنیتیقواو له زیاتیدونکینقش نه داخبره څرگنده وه.

XS
SM
MD
LG