د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: په ختیځ کې۲ عسکر او۵ یاغیان وژل شوي


ناټو: په ختیځ کې۲ عسکر او۵ یاغیان وژل شوي

ناټو: په ختیځ کې۲ عسکر او۵ یاغیان وژل شوي

<!-- IMAGE -->

ناتو وایی چی دوه عسکر او پنځه تنه یاغیان د افغانستان په ختیځ کی د توپکو په جگړه کی وژل سوی دي.

د ناتو او افغان قواو پرون د پنجشنبې په ورځ د لوگر د ولایت د پل علم په ولسوالي کی امنیتي عملیات کول چی ډزي ورباندي وسوې.

ناتو وویل چی په پنځو وژل سوو یاغیانو کی د طالبانو یو قوماندان هم شامل و چی د ځانمرگو د حملو امرونه یې ورکول.

ناتو دا هم ویلي دي چی په دې جگړه کی کوم ملکي څوک نه دی وژل سوی. مگر څو تنه قهرجن احتجاج کونکي نن په سیمه کی راغونډ سوی وو او ددې پېښی په مقابل کی یې اعتراضونه کول او شعارونه یې ورکول چی « مړه دی وي امریکا »

ددې هفتې په سرکی د ناتو د موټرو څخه د خوست په ولایت کی په یوه موټر باندي ډزي وسوې او څلور ملکیان په کي ووژل سول.

XS
SM
MD
LG