د لاس رسي وړ اتصالات

زاخیلوال: د افغانستان اقتصاد سږکال ٢٢ فیصده وده کړې


زاخیلوال: د افغانستان اقتصاد سږکال ٢٢ فیصده وده کړې

زاخیلوال: د افغانستان اقتصاد سږکال ٢٢ فیصده وده کړې

<!-- IMAGE -->

د افغانستان د ماليي وزیر عمر زاخیلوال وايي د افغانستان اقتصاد په تیرو اتو کلونو کې په بیسارې توگه وده کړیده.

ده د مرکزي اسیا د کاوکاسس په انستیتوت کې د وریښمو د لارې د مطالعاتو په پروگرام کې د بحث په وخت کې د افغانستان د حکومت د اقتصادي پالیسیو په دفاع کې دا خبرې وکړې.

ښاغلی زاخیلوال چې واشنگټن ته راغلی دی وايي، ستونزه داده چې د افغانستان په برخه کې ذهنیتونه خراب دي او هغه قضاوتونه چې ددغه هیواد د لاس ته راوړنو په برخه کې کیږي له واقعیت نه لرې دي. ده چې د افغانستان د مینه والو په یوه بحث کې خبرې کولې وویل، زمونږ هیواد په تیر کال کې دوه ویشت په سلو کې وده کړیده چې دا په نړۍ کې یوه بیسارې رقم ښيي او د تورم اندازه کمه ده په داسې حال کې چې د گاونډیو هیوادو په تله پیسې یې ثابتې دي.

ښاغلی زاخیلوال وايي په ځنو وروستیو سروې گانو کې چې د باندنیو مطبوعاتو په واسطه په ملک کې سرته رسیدلي دي، د ستونزو سره سره بیاه هم د ملک اویا په سلو کې خلک د حکومت ننگه کوي او یوازې په سلو کې لس یې د طالبانو پلوي کوي. ده وویل چې د ٢۴ وزیرانو له جملې نه چې ١۴ یې د پارلمان نه د اعتماد رایې حاصلې کړي، ټول یې د اهلیت په بنا ټاکل شوي دي. والیان وخت په وخت بدلیږي او ولسوالان اوس د اهلیت له ازموینې نه وروسته په وظیفو گمارل کیږي.

زاخیلوال وویل چې د افغانستان د زیاتو اړتیاو اوکشالو سره سره بیاهم د افغانستان ټوله کلنۍ بودجه چې په دې کي بهرني مرستې هم شاملې دي یواځې دوو ملیاردو ډالرو ته رسیږي او دغه پیسې نه شي کولې ټولو غوښتنو ته ځواب ووايي. ده زیاته کړه هغه پیسې چې افغانستان ته ورکړې شوي دي او ادعا شوېده چې ملک ته په تیرو اتو کلونو کې څلویښت ملیارده ډالر راوړل شويدي، خو باید ووایو چې په سلو کې یواځې شل یې افغانستان حکومت ته ورکړ شوي دي او نورې پیسې د بسپنه کونکو هیوادو او ددوی د موسساتو او اشخاصو له خوا په ملک کې لگیدلي دي نو ځکه د افغانستان حکومت د هغو مسئول نه شي گڼل کیدلی.

عمرزاخیلوال وايي د مالیې ټولول په دې وختو کې پنځوس په سلو کې زیاتوالی ښيي او هم دارنگه ډیر نور پرمختگونه هم شوي دي خو له بده مرغه په مطبوعاتو کې نه منعکس کیږي او دا چې حکومت په دې نه دی توانیدلی چې دنیا ته یې څرگند کړي، دغه ملامتیادوی قبلوي.

د افغانستان د مالیې وزیر وايي په دې وختونو کې د فساد سره د مبارزې عالي اداره جوړه شوېده او د حکومت له مداخلې پرته په ډیرو اختیاراتو سره منځ ته راغلې ده. د داخلې وزارت تشکیل له سره جوړ شوی دی اوډ یر شمیر مامورین او افسران له خپلو وظیفو نه ایستل شوي دي. همدارنگه کوښښ کیږي د کانونو د وزارت چارې شفافې شي او په نویو ظرفیتونو سمبال شي.

زاخیل وال وايي د افغانستان د حکومت یوه بله مهمه لاس ته راوړنه داده چې په افغانستان باندې په ملیاردو ډالر پورونه د حکومت د هڅو په اساس بخښل شوي دي او اوس افغانستان پوروړی نه دی.

ده د لندن د کانفرانس په اړه په خپلو خبرو کې وویل چې دغه غونډه د افغانستان د حکومت په نوښت جوړه شوه چې موخه یې اقتصادي پرمختگ، امنیت او په ځان بسیا کیدل وو. هغه وايي همدارنگه په کابل کې د راتلونکي کانفرانس لپاره چمتووالی نیول کیږي. په دې کانفرانس کې به د ملک په مهمو مسئلو خبرې وشي. د افغانستان حکومت په ملک کې د اقتصادي ودې لپاره بین المللي پولي صندوق ته د اصلاحاتو د اجندا په نامه پروگرام سپارلی دی.

زاخیلوال وویل چې د ملک د طبیعي زیرمو په هکله حکومت کلک گامونه پورته کړي ترڅو په راتلونکي کې ملک په خپلو منابعو متکي شي او د بهرني احتیاج نه خلاص شي.

ښاغلی زاخیلوال ددې پوښتنې په ځواب کې چې د بین المللي مرستو او د پرمختگ د بهیر نه زیاتره کلیوال یا د ښارونو اوسیدونکي گټه کړي دي، وویل ـ د کلیو د پراختیا ادارې په زرگونه وړې او غټې پروژې د ملک په گوټ گوټ کې تکمیل کړي دي او په دې کې زراعتي پرژوې هم شته دي خو بیاهم په ښارونو کې د امنیت په سبب ډیرې پیسې ډیرې لگیدلي دي.

ده دیوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې مخدره مواد د ملک په اقتصاد کې څومره برخه لري وویل چې اوس په ډیرو پخوانیو ولایتونو کې چې کوکنار په کې کرل کیدل، اوس نه کرل کیږي. اوس کوکنار په هغو سیمو کې چې امنیت یې ښه نه دی او د حکومت د کنټرول نه د باندې دي کرل کیږي. اوس یوازې په دریو ولایتونو کې په پراخه پیمانه او خاصتاً په هیلمند کې کوکنار کرل کیږي.

ښاغلی زاخیلوال د امریکا غږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان پارلمان په حکومت سخت انتقاد کوي چې ویې نه شو کړی خپله پراختیايي بودجه ولگوي، ایا په دې برخه کې څه پرمختگ شوی دی وویل چې د غټو پروژو عملی کیدل د امنیتي ملحوظاتو او د تمویل کونکو د بیوروکراسۍ په وجه ځنډیدل ددې ستونزې باعث شوي دي.

همدارنگه د پروژو په عملي کولو کې د اهل کسانو نشتوالی هم یوه ستونزه بلل کیږي. د حکومتي پروژو قراردادیان د ظرفیتونو د نشتوالي نه سرټکوي او همدارنگه تمویل کونکي هیوادونه د افغانستان شرایطو ته پاملرنه نه کوي نو دا ټول د پروژو په خپل وخت د نه عملي کیدلو باعث کیږي.

ده د پوښتنې د بلې برخې په ځواب کې چې د افغانستان د اقتصادي پرمختگ وده ایا په دوامداره بڼه ده یانه وویل دده په فکر تر اوسه پورې دوامداره نه ده. خو که چیرې په افغانستان کې پانگه اچونه زیاته شی او خصوصي سکټور وده وکړي نو بیا کیدلی شی چه هیواد دغه مامول ته ورسیږي.

ښاغلی زاخیل وال وايي چې د اته نیم سوو ملیونو ډالرو په بهرنیو مرستو کې چې زمونږ په بودجه کې شامل دي یواځې شپیته په سلو کې یې هغه پیسې دي چې زمونږ په خوښه په مصرف رسیږي اودا خبره زمونږ د ناخوښۍ باعث کیږي. ده وویل، چې پرمختگ یواځې د منابعو په شته والي کې کیږي او مونږ کافي منابع په لاس کې نه لرو.

ده د افغانستان یوې بلې ستونزې ته په گوته نیولو سره وویل چې د افغانستان د حکومت ستر کدرونه نورو ادارو ته ځي او دوی کدرونه د زیات معاش د نه لرلو په سبب له لاسه ورکوي.

ښاغلی زاخیلوال د افغانستان او د منځني اسیا د هیوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې اړه ډیر سترې پروژې ترغورلاندې دي چې په دې سره به ددې سیمې د هیوادو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې شي خاصتاً د لویو لارو او د اوسپنې د پټلیو په واسطه به دغه هیوادونه سره ونښلول شي.

XS
SM
MD
LG