د لاس رسي وړ اتصالات

د ننگرها په شیرزادو کې د طالبانو او پولیسو جگړه


<!-- IMAGE -->

د دولت دوسله والو مخالفينو اوپوليسو ترمنځ دننګرهار ولايت دشېرزادوپه ولسوالۍ کې جګړه شوې دواړه لوري په دې جګړه کې يوبل ته دمرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

عيني شاهدان وايي چې جګړه لا روانه ده.

د قاري سجاد په نوم يو تن چې ځان په سيمه کې دتورې بوړې دطالبانو دډلې وياند راپېژني ديکشنبې پر ورځ يې مطبوعاتوته وويل چې ديکشنبې پرورځ يې له غرمې مخکې دننګرهار ولايت دشيزادو په ولسوالۍ کې پر هغو پوليسو بريد وکړ چې غوښتل يې د خلکو د کوکنارو کروندې له منځه يوسې.

قاري سجاد دعوه وکړه چې په دې نښته کې ورسره دسيمې خلکو هم ملاتړ کړى. دى وايي په دې جګړه کې يې يو ويشت تنه پوليس وژلي او دهغوې نههرنجر موټر يې ويجاړ کړيدي. قاري سجاد داهم منلي چې په دې جګړه کې يې دپوليسو پر ډزو ددوې يو تن وسله وال هم وژل شوې او يو بل تن زخمي شويدى.

خو د ننګرهار دامنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور په سيمه کې له وسله والو طالبانو سره دوسله والې نښتې پخلې وکړپوليسو ته يې دطالبانو له لورې داوښتې زيان په اړه دهغوې دعوه بې بنسټه وبلله.

سمونوال عبدالغفور وايي په دې نښته کې چې ټوله ورځ پکې ددښمن له لورې خال خال ډزې کيدې ددوې دوه تنه پوليس بابيزه زخميان شوي دي.

سمونوال عبدالغفور وويل ددښمن له ګواښونو سره سره په سيمه کې ددوې له لورې د کوکنارو دله منځه وړلو کمپياين روان دى اوپتېيلې يې ده چې دوې به ټوله سيمه دکوکنارو له کښته پاکوي.

له بل پلوه وسله والو مخالفينو دادعوه هم کړې چې دخوګياڼو ولسوالۍ دکچړه په سيمه کې د پوليسو پر موټرو ډزې وکړې چې په وينا يې دوه موټرې يې له منځه وړي او څو تنو پوليسو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې ده پوليسو په عمومي ډول دغه پېښې يو بللې دي خوپه ځانګړي ډول يېددغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

څه موده وړاندې هم دډيورنډ پولې ته څيرمه د لالپورې په ولسوالۍ کې پر هغو پوليسو چې دکوکنارو کرل شوې کروندې يې له منځه وړېوسله وال بريد تر سره شوې و.

خو دچارواکو په وينا کومه مرګ ژوبله يې نه وه رامنځته کړې.

خوپه ياده شوې سيمه کې تردې وړاندې هم دوسله والو مخالفينو اوپوليسوترمنځ دکوکناروکرکيلي دله منځه وړوپرسرنښته شوې وه چې څه ناڅه مرګ ژوبله يې هم لرله.

XS
SM
MD
LG