د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د کندز په هوايي حمله کې د طالبانو مشران وژل شوي


ناټو: د کندز په هوايي حمله کې د طالبانو مشران وژل شوي
ناټو: د کندز په هوايي حمله کې د طالبانو مشران وژل شوي

ناټو وایي چې د طالبانو یو قوماندان او دوه تنه سلاکاران نن د دوشنبې د ورځې په سهار د افغانستان د کندوز په ولایت کې په یوې هوایي حملې کې وژل شویدي.

ناټو وایي چې یاغیانو د کندز ښار په شمال لویدیځ کې په یوه موټر کې سپاره وو چې هوایي حمله پرې وشوه.

د ناټو پر وینا د طالبانو دغه قوماندان د کندوز په ولایت کې د ټولو نظامي عملیاتو مسؤلیت درولود.

له بلې خوا پولیس وایي چې دوه تنه ملکیان د کندهار په ولایت کې په دوه غبرګو چاودنو کې وژل شویدي. دغه چاودنې په پرله پسې ډول هغه وخت وشولې کله چې د سیمې نه د پولیسو یو کتار د تیریدو په حال کې و.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ د قوماندان مرستیال فضل احمد شیرزاد وایي چې د چاودنو هدف د هغه موټر و خو هغه پخپل موټر کې نه و سپور.

دی وایي چې یوه چاودنه د سړک د غاړې د بم له جې او بله هم د هغو چاودیدونکو موادو له امله پیښه شوه چې په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو.

کندهار د افغانستان په جنوب کې تر ټولو غټ ښار او د طالبانو قوي مرکز دی.

په پلان کې ده چې د امریکا په مشرۍ یو عملیات به په کندهار کې د روان میلادي کال په وروسیتو میاشتو کې تر سره شي چې هدف یې دغه ولایت د طالبانو نه پاک کول دي.

د امریکا جمهور رییس براک اوباما افغانستان ته د نورو 30 زرو امریکایي عسکرو د لیږلو امر کړیدی چې یو هدف یې هم د کندهار په عملیاتو کې مرسته کول دي.

د کندهار په ولایت کې دغه عملیات به په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ ازمایښت وي.

XS
SM
MD
LG