د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار آینده عملیات د ناټو د جنرال له نظره


د کندهار آینده عملیات د ناټو د جنرال له نظره

د کندهار آینده عملیات د ناټو د جنرال له نظره

<!-- IMAGE -->

په افغانستان کې د ناټو د قواوو عمومي قوماندان سترجنرال ستینلي مکریستل په پام کې لري چې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو پرضد ستر نظامي عملیات وکړي چې هدف یې ددغه ولایت نه د طالبانو ایستل او په دغه ولایت کې د حکومت د حاکمیت غځول دي خو د ناټو د جنوب د سیمې عمومي قوماندان (تورنجنرال نیک پتریک کارتر) بیا وايي چې دغه اقدام نظامي عملیات نه، بلکې یوه هڅه ده ترڅو په کندهار کې د حکومت حاکمیت زیات شي.

حسیب الکوزي له جنرال کارتر سره دا مرکه کړې ده.

الکوزی: تاسو به د مطبوعاتو له لارې اوریدلي وي، چې په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان ستر جنرال ستینلي مکریستل غواړي د افغانستان په جنوب کې ستر نظامي عملیات پیل کړي ترڅو په هغو سیمو کې چې د طالبانو نفوذ په کې زیات دی حکومتي حاکمیت قوي کړي، تاسو د ناټو د جنوب د سیمه ایزې قوماندانۍ د عمومي قوماندان په صفت راتلونکي عملیات څه ډول عملیات ګڼیْ؟ آیا دغه عملیات به پیشبیني شویْ بریالیتوب په پای کې ولري؟

جنرال کارتر: له هر څه د مخه زه د کندهار د ولایت اقداماتو ته چې په دوبي کې به پیل شي، د نظامي عملیاتو په سترګه نه ګورم. د هلمند په ولایت کې مونږ د افغان ملي امنیتي قواوو سره په ګډه نظامي عملیات وکړل او هغو عملیاتو ته په کتو سره خلګو د کندهار په هکله غلطه نتیجه ګیري کړې، دوی فکر کوي چې مونږ به د کندهار په ښار او شاوخوا پرتو سیمو کې د هلمند ولایت په شان نظامي عملیات وکړو، حال دا چې دا حقیقت نه دی. د کندهار مسله یوه ځانګړې او بیله مسله ده چې سیاسي حل ته ضرورت لري او ښې حکومتدارۍ ته ضرورت لري نو دغه ټیکې ته په کتو سره د افغانستان په جنوب کې په تیره بیا د کندهار په ولایت کې د ناټو تګلاره دا ده چې د حکومت حاکمیت زیات شي او خلګو ته حکومتي آسانتیاوې برابرې شي.

الکوزی: جمهور ریْس حامد کرزي په دې ورستیو کې کندهار ته سفر وکړ چې ورسره د ناټو لوړ پوړي چارواکي او د آمریکا د حکومت لوړ رتبه استاځي هم مل و. هغه هلته د افغانستان د حکومت څخه او د نړیوالو قواوو نه د خلکو د ملاتړ او حمایت غوښتنه وکړه او دغه راز یې د سیمه ایزو خلکو سره ژمنه وکړه چې د کندهار عملیات به تر هغه پوري پیل نشي ترڅو خلکو نه وي ورسره منلې. تاسو تر دغه دمه د خلګو له خوا څه لیدلي یا اوریدلي دي چې ووايي د کندهار عملیات دي پیل شي یا نه ؟

جنرال کارتر: مخکي ما دغې مسلې ته اشاره وکړه چې د دوبي اقدامات په کندهار کې نظامي عملیات نه بلکې داسي هلې ځلې دي چې هدف یې په کندهار کې د ښه او با اعتیباره حکومتدارۍ پلي کول دي، د ښه امنیت تامین دی او د دې دپاره نظامي عملیاتو ته ضرورت نشته بلکهد موجوده امنیتي اورګانونو ترمنځ لازیاتې همکارۍ او ملګرتیا ته ضرورت شته.

زه یوځل بیا دا خبره تکراروم چې دا به نظامي عملیات نه وي. د کندهار خلک نه غواړي چې په دغه ولایت کې یې یو بل ستالینګرات جوړ شي بلکه دوی د امنیت او ثبات غوښتونکي دي. او د افغانستان ملي امنیتي قواووې به د نړیوالو قواوو په ملاتړ دغه کار وکړي.

الکوزی: ستاسو تر قوماندې لاندې د ولایتي بیارغونې ټیمونه دي چې د پي آر ټي په نامه مشهور دي. تاسو ددغو ټیمونه کار څه ډول ارزیابي کویْ؟ پرته له شکه دغو ټیمونو زیات زیار ایستلیچې د محلي خلګو په ژوندانه کې مثبت بدلون راولي او د خلګو دپاره یې ښوونځي، کلینیکونه ، د اوبو کوهي او داسي نورې پروژې پرانیستلي دي؟ دغه ټیمونه تر څه حده پوري په دې توانیدلي ترڅو د خلکو زړونه ترلاسه کړي؟

جنرال کارتر: زه فکر کوم چې د پي آړتیانو په موضوع کې باید دوه دپاسه ۲۰۰۰ م کال ته ستانه شو، کله چې زه په افغانستان کې ډګروال وم او زه هغه کس وم چې دغه ټیمونهمي تاسیس او ډیزاین کړل. او په هغه وخت کې د پي آړتیانو د تاسیسولو نه زمونږ هدف دا و چې مرکزي حکومت ددغو ټیمونو له لارې د ولایتي حکومت سره ونښلوو. او دغو ټیمونو د هغه وخت راهیسې په هر ولایت کې چې دي هڅه یې کړې چې د هغه ولایت د والي او حکومتي چارواکو سره د حکومت د حاکمیت په تامین او پراخولو کې مرسته وکړي.

زما په فکر دغه ټیمونه په ځینو ولایتونو کې ډير بریالي و او په ځینو نورو کې سیاسي حالتو ته په کتو سره د ستونزو سره مخامخ وو . د تیرو څو کلونو په ترڅ کې دغو ټیمونو ته د بیارغونې او پراختیا مسولیتونه هم ورکړل شول خو دغه ټیمونه تر زیاته حده په دې لټه کې دي چې د خپلو افغاني ملګرو کاري ظرفیت لوړ کړي.

ما تیر ماپښین د کندهار د پنځوايي ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته مي ددغې ولسوالۍ د حمایتي ټیم سره خبري وکړې چې د دغه ولسوالۍ د استاځو سره یې کار کاوه او ما دغه لړۍ له نږدې نه ولیده او هغه څه چې ما ولیدل ډیر تشویق کونکي وو، ما ولیدل چې د افغانانو کاري ظرفیت کرار کرار ډیریږي، ما دا هم وویل چې د پنجوايي ولسوال د شورا سره یوځای حکومتي چارې پر مخ بیولې او د حکومت حاکمیت یې تامیناوه. همدغه زمونږ هدف دی چې په ټول افغانستان کې یې غواړو.

الکوزی: د اسوشیټډ پریس خبري اژانس له مخې د طالبانو قوماندانانو ویلی دي چې د ناټو او افغان حکومت د اقداماتو مخکي یې د کندهار ولایت ته خپل جنګیالي استولي دي تر څو په دغه ولایت کې ماینونهښخ کړي او د افغان او ایتلافي قواوو پرضد حملې وکړي. طالبان د دې کار په کولو تر څه بریده غېښتلي دي؟آیا دوی به په رېښتیا هم مقاومت وښيي او که دا مازي د هغوی پروپاګند دی.

جنرال کارتر: تاسو په دې ښه پوهېږیْ چې د افغانستان حکومت او ملاتړي نړیوالې قواوې یې د یاغي ګرۍ ضد جګړه کې راښکیل دي چې هدف یې د خلګو د زړونه لاسته راوړل دي.په دې کې د یاغیانو او حکومتي قواوو ترمنځ سیالي ده چې خلکد حکومت پالیسۍ او د یاغیانو پالیسۍ سره مقایسه کوي او زما په فکر اوسني حالاتو ته په کتو سره هر هغه څه چې مونږ یې وینو، ټول پروپاګند دی او طالبان غواړي چې خلک وبیروي.

الکوزی: پرته له شکه په افغانستان کې د ناټو د ماموریت یوه مهمه برخه د خلګو ملاتړ دی او د ناټو بریالی ماموریت نه یواځي د ناټو د قواوو په قابلیت پوري اړه لري بلکې د عام ولس په حمایت او ملاتړ پوري هم اړه لري. په اوسنيو حالاتو کې د عامو خلګو ملاتړ د ناټو د قواوو نه څنګه ارزیابي کویْ، البته د ملکي بیګناه خلګو د وژل کیدو مسلې ته په پام سره، چې د طالبانو په ځانمرګه حملواو چاودنو کې وژل کېږي او ځیني وخت د ناټو په عملیاتو کې هم ملکي خلګو ته مرګ ژوبله اوړي؟

جنرال کارتر: لومړۍ مسلې ته چې زه غواړم اشاره وکړم دا ده چې زمونږ ماموریت او هدف دا دی چې د افغانستان د حکومت نه ملاتړ وکړو . او د جنوب په سیمه ایزه قوماندانۍ کې دا زما پالیسي ده چې د افغانستان د ملي امنیتي قواوو سره په ګډه فعالیت وکړو نه په مستقل ډول. او اوس د افغان ملي امنیتي قواوې داسي مرحلې ته راغلي چې په د عملیاتو په رهبري کې دي، د عملیاتو پلانول او تطبیقول ټول په خپله کوي او زما په نظر دا یوه ډیره مهمه مسله ده چې باید ذکر شي.

زما د هرې ورځې زیاته برخه د جنرال ځاي سره چې د افغانستان د ملي اردو د ۲۰۵ قول اردو قوماندان دی اود جنرال نورزي سره چې د میوند ولسوالۍ د پولیس سرپرست آمر دی، تیریږي. اوس به راشو د ملکي خلګو د وژنې مسلې ته، دا زمونږ او د افغانستان د ملي امنیتي قواوو ګډ مسولیت دی چېعام ولس وژغورواو د جنوب د سیمه ایزې قوماندانۍ د قوماندان په صفت د عامو خلګو وژنه زمونږ دپاره دیره زورونکې مسله ده او مونږ هڅه کوو چې مخه یې ونیسو.

د یادونې وړه چې چې مونږ په ځینو مواردو کې په دې برخه کې اقدامات کړي دي او مونږ د پخوا په پرتله اوس په خپلو اجراتو کې مثبت بدلون راوړی دیْ او دا یوداسي موضوع ده چېپه دوامداره توګه باید تعقیب شي او عسکر پرې پوه کړل شي.

الکوزی: آیا عام ولس په تیره بیا د جنوب خلکله دې نه خبري دي چې په دې برخه کې تاسو جدي اقدمات کړي دي ؟

جنرال کارتر: مونږ اوس ډیر کم هوايي عملیات کوو، دا یو حقیقت دی چې ټول پرې پوهېږي. او که چیري مونږ د یوې یا دوو وروستیو میاشتو ملکي تلفاتو ته ځیر شو نو دې نتیجې ته به ورسېږو چې دغه تلفات د ځمکنیو نښتو په نتیجه کې رامنځ ته شوي دي نه د هوايي بریدونو په خاطر او تر زیاته حده، عامل یې هم دا دی چې عسکرو تر زیاته اندازه پوري هغه شرایط چې دوی په کې راښکیل وو به بشپړه توګه نه دي درک کړي. نو په همدغه دلیل باندې دا ډیره مهمه مسله ده چې مونږ د خپل افغان ملګرو سره په ګډه کار پرې وکړو ځکه افغان ملي امنیتي قواوې د افغانستان په کلتور ښې پوهیږي او ددغې مسلې ښه درک لري.

باید دا ووایم چې مونږ په دې برخه کې د پخوا په پرتله ډیرښه شوي یو. په حقیقت کې مونږ خپلو عسکرو ته د روزنې پرمهال ددغې مهمې مسلې په باب یادونه کوو چې باید هڅه وشي چې د ملکیانو د وژل کیدو نه په جدي ډول مخنیوی وشي او دغه راز په تکتیکي کچه د صبر او حوصلې او دقت نه کار واخیستل شي.

الکوزی: په پای کې د افغانستان خلګو په تیره بیا د کندهار خلګو ته ستاسو پیام څه دی د کندهار عملیات یا ستاسو په وینا اقدمات به د خلګو په ژوندانه کې څه مثبت بدلون راولي کنه؟

جنرال کارتر: لومړنۍ خبره چې زه غواړم وکړم دا ده چې مونږ په افغانستان کې د افغانانو میلمانه یو. مونږ د افغانانو د حمایت او ملاتړ دپاره او همداراز د افغانانو د ژوند د ښه کولو دپاره د افغانانو مرستې ته ضرورت لرو. په دوبي کې چې هرڅه په کندهار کې پېښېږي هدف به یې دا وي چې د خلګو ملاتړترلاسه کړو ترڅو په دغه ولایت کې موثر د حکومت حاکمیت تامین سي. البته یو داسي حکومت چې دوی باور پرې ولري.

XS
SM
MD
LG