د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل هوا 'ډیره ککړه شویده'


<!-- IMAGE -->

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملی ادارې چارواکی وایی که د کابل ښار چا پیریال د ککړ تیا مخه ونه نیول شي نو تر پنځو راتلونکو کلونو پورې به د ژوند کولو نه ووځي.

د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې رئیس مصطفی ظاهر د دوشنبې په ورځ په کابل کې یو خبری کنفرانس ته وویل اوس مهال د کابل اوسیدونکي په نیمه ناروغه ټولنه کې ژوند کوي او که دا حالت دوام پیداکړي نو دا اوسیدونکي به په ګڼو ناروغیو اخته شی.

مصطفی ظاهروویل د ککړې هوا له کبله هر کال ۳۰۰۰ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوی او حتی سرتاني ناروغۍ ورڅخه پیدا کیږي.

مصطفی ظاهر وویل: "ایا تاسې پوهییږئ؟ هغه هوا چه همدا اوس یی مونږ تنفس کوو بې ادبی د معاف وی ۳۲په سلو کې دغایطه موادو څخه عبارت ده".

دی وايي، د افغانستان چاپیریال ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دی چې په هرو ۲۶دقیقو کی یو ماشوم یا یوه مور دهمدې له امله مړه کیږی. چې اوس هم د یو شمیر خرابوونکو عواملو مخه نیول کیدای شی لاکن یو شمیر فرصتونه د لاسه تللي دي خو که پاملرنه ونشي نو حالات به نور هم خراب شي".

<!-- IMAGE -->

ښاغلی ظاهروویل دچاپیریال ساتنې لپاره یی یو قانون جوړکړۍ چه داجرایوی قوې لخوا نه تطبیق کیږی او زورور دې قانون ته هیڅ احترام نکوی لوړ منزله ودانۍ جوړوی باغونه اوکرنیزی ځمکې له منځه وړی او پیسې یی دڅو تنو زورورو جیبونو ته ځی خو ضرر یی د ټولو دی.

هغه له ټولو خلکو وغوښتل چه دچاپیریال ساتنې ته پوره پام وکړی.

مصطفی ظاهر ته په دې وروستیو کې دملګرو ملتونو لخوا دځمکی داتل جایزه ورکړل شوی چه دنوبل د مډال په څیر ارزښت لري.

XS
SM
MD
LG