د لاس رسي وړ اتصالات

احمدولي کرزي: ملگري ملتونه باید له کندهار څخه ونه وځي


احمدولي کرزي: ملگري ملتونه باید له کندهار څخه ونه وځي
احمدولي کرزي: ملگري ملتونه باید له کندهار څخه ونه وځي
<!-- IMAGE -->

د جمهور رییس حامد کرزي ناسکه وورو احمد ولي کرزی چې په جنوبي ولایت کندهار کې یو ستر چارواکی دی نن د سه شنبې په ورځ یې د ملګرو ملتونو د هغې پریکړې پر ضد خبرې کړیدي چې خپل کارکوونکي یې د دغه نارامه ولایت نه ایستلي دي.

احمد ولي کرزی وایي ملګرو ملتونو پدې اړه داندازې نه زیات عکس العمل ښودلی دی چې خپل کارکوونکي یې د امنیتي وضعې په خاطر د کندهار نه ایستلي دي.

ملګرو ملتونو پرون د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې خپل بهرني کاروکوونکي به په موقتي توګه د کندهار نه کابل ته انتقال کړي. او همدارنګه یې د خپلو 2 سوه نورو افغان کارکوونکو نه غوښتلي و چې پخپلو کورونو کې دې پاتې شي.

ملګرو ملتونو د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې هم کله چې په کابل کې د هغوي په یوه میلمستون باندې برید وشو او 5 تنه بهرني کارکوونکي ېې ووژل شول نو خپل په سل ګونه تنه نړیوال کار کوونکي یې د افغانستان نه ایستلي وو.

د ملګرو ملتونو په تحقیقاتي رپوټ کې چې د دغې پیښې په اړه یې کړیدی او پرون ددوشنبې په ورځ خپور شو ویل شویدی، کیدی شي چې د هغوي یو تن کارکوونکي د یاغیانو په ګومان د افغانستان د امنیتي قواوو لخوا سهواً وژل شوی وي.

د ملګرو ملتونو دغه تحقیقاتي هیت وایي هغوي پدې هم ندي توانیدلي چې دا معلومه کړی چې د هغوي نور درې تنه کارکوونکي د چا په ډزو کې وژل شویدي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د افغانستان د چارواکو نه غوښتلي دي چې د کابل د دغې حملې په اړه دې تحقیقات وکړي.

پدغې حملې کې د ملګرو ملتونو پنځه تنه کارکوونکي او د افغانستان د امنیتي قواوو درې تنه غړي هم وژل شوي وو.

له بلې خوا ناټو وایي چې وسله والو کسانو یې یو عسکر د افغانستان په ختیځ کې وژلی دی.

تر دې دمه دا ندي ویل شوی چې وژل عسکر څوک او د کوم هیواد دی.

XS
SM
MD
LG