د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د بیو د لوړیدو له امله اعتصابونه پیل شوي


په هند کې د بیو د لوړیدو له امله اعتصابونه پیل شوي

په هند کې د بیو د لوړیدو له امله اعتصابونه پیل شوي

<!-- IMAGE -->

په هند کې د تیلو او خوراکي موادو د بیو د لوړوالي له وجي د حکومت مخالفو ګوندونو د سهار نه تر ماښامه پورې د نه خوړلو اعتصاب کړیدی چې له وجې یې په ټول ملک کې د ترانسپورت او سوداګرۍ جریان ګډوډ شویدی.

دیارلسو مخالفو ایتلافي ګوندونو نن د سه شنبې په ورځ د دغه اعتصاب اعلان وکړ.

دغو ایتلافي ګوندونو همدارنګه هڅه کوله چې د هند د صدر اعظم من موهن سنګ په برخه کې دې د اعتماد د سلب رایه ورکړل شي خو واکمن ګوند د خپلو انډیوالانو په ملاتړ د هغوي د اقدام مخه ونیوله.

چارواکي وایي چې زیات ښارونه تش ښکاریدل او هوایي پروازونه او د اورګاډي سفرونه فسخ شوي وو.

XS
SM
MD
LG