د لاس رسي وړ اتصالات

جلال آباد کې د قیمتي کاڼو  کاروبار پیل شو


جلال آباد کې د قیمتي کاڼو  کاروبار پیل شو

جلال آباد کې د قیمتي کاڼو  کاروبار پیل شو

<!-- IMAGE -->

په جلال اباد کې دقيمتي ډبرو د

توږلو او ثيقل کولوچارې پيل شوې چارواکي وايي تر دې وروسته به هغه قيمتي کاڼي چې په ګاونډي هيواد پاکستان کې له توږلو وروسته دهمغه هېواد په نامه بهر ته صادريدل په هیواد کې چمتو او دافغاني کاڼو په نوم به دنړۍ بازارونو ته ليږدول کيږي.

حاجي محمدانګل چې دکونړ ولايت اوسيدونکې دى او په جلال اباد کې دقميتي ډبرو پلورنځې لرې وايي وړاندې به د افغانستان دطبيعې زيرمو نه قيمتې ډبرې دقاچاق په ډول ګاونډي هيواد پاکستان ته ليږدول کېدې او هلته به له توږلو او پروسس وروسته دپاکستان په نوم بهر هيوادونو ته صادريدې خو اوس چې په خپل کورکې ددغو ډبرو د توږلو اسانتياوې برابرې شوې نو له يوې خوا به خلکو ته د کار کولو زمينه برابره شي او له بله پلوه به حکومت ته هم ددغو قيمتي ډبرو دصارداتو له لارې عوايد په لاس ورشي.

حاجي محمدانګل له افغان دولت نه وغوښتل چې له هيواده بهر دقميتي ډبرو پر ليږد بنديز ولګوي چې د هيواد په دننه کې ددغوډبرو دتوږلو او بهر ته د ليږد بازار وغوړيږي.

په ختیځو ولايتونو کې دسوداګرو دټولنې استازي ډاکتر مخلص احمدهم په داخل کې دقيمتي ډبرو دتوږلو لپاره داسانتيا پر برابرولو خوښي وښوده ويې ويل تر دې وړاندې چې دهېواد سوداګرو قميتي ډبرې په قاچاقي ډول دتوږلو لپاره دهېواد نه بهر ليږدولې اوس به دا کار دهېواد په داخل کې تر سره کېږي.

ده وويل په دې کار سره به له يوې خوا ګڼ شمېر سوداګر په دې برخه کې پانګونه وکړي او له بلې خوا به دکورني عوايدو کچه هم لوړه شي.

ډاکتر مخلص وويل که څه هم چې دډبرو دتوږلو دغه وسايل دومره پرمختللي نه دي خو دده په ويناچې په پام ده دخصوصي سکتور په مټ دډبرو دتوږلو لپاره د اوس مهال پرمختللي وسايل چمتو او دغه راز ددې برخې د کار کوونکيو د روزلو لپاره يو انستيتوت هم پرانيزې.

افغانستان يو غرنى او د پراخو طبيعې زيرمو لرونکي هېواد دى خو تر دا مهاله يې دغه زيرمې په غير فني ډول دزورواکو له لورې راويستل کېږي او بهر ته دقاچاق په ډول استول کېږي.

داقتصادي چارو کارپوهان وايي که چېرې دافغانستان له طبعې زيرمو نه په سمه توګه ګټه واخيستل شي نودغه هېواد به ډېر ژربه داقتصاد له پلوه پر خپلو پښو ودریږي.

XS
SM
MD
LG