د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې چاودنې ١٢ تنه ووژل


خوست کې چاودنې ١٢ تنه ووژل

خوست کې چاودنې ١٢ تنه ووژل

<!-- IMAGE -->

د افغانستان په ختیځ ولایت خوست کې نن تقریبا دولس کسان د سړک په غاړه د بم په یوه چاودنه کی وژل شوي دي.

د خوست ولايت د تڼیو ولسوالې اړونده د سنکیو په سیمه کې نیږدی غرمه مهالدملکی کسانو په یوه ډک فلاینکوچموټر چېدخوست له ښار څخه خپلې سیمې ته په لاره وو دسرک دغاړې چاودنه شوی .

چارواکی وایی چې پدې خونړی چاودنه کې دښځو او ماشومانو په ګډون دولس تنه وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شویدی .

د تڼيو ولسوال دولت خان قيومي وايي چې پهموټرکې ناست کسان سهار له ولسوالې څخه ښار ته دسودا او ناروغانو د تداوی لپاره تللی وو چې د دبیرته راتګ په وخت کې دولسوالې لويديځ ته د سنكيو په سيمه كېسرک دغاړی ماین پرې وچاودید اوپهترڅ کې ییدولس تنه ووژل شول او څلور تنه ټبیان شول او موټر یی به بشپړه توګه سوځیدلی .

که څه هم ولسوال د چا نوم وا نه خیست خو زیاته کړه چې مایندهیواد دسولې او ابادی دوښمنانو ایښیووچې نه غواړی دافغانستان خلک ارام ژوند وکړی .

دسیمې اوسیدونکې وایی دوی ولیدل چې په یوه فلاینګوچ موټر پسې دماین چاودنه وشوهاو کله چې دپېښې ځای ته نیږدیورغلو ومولیدل چې ګڼ شمیر کسان لت پت پراته وو او موټر له مینځه تللی وو.

تر اوسه ددې چاودنې مسولیت چا په غاړه نده اخیستی .

له بلې خواپه سیمه کې دپولیسو چارواکیوایی چې نن له غرمې مخکې د خوست په صبريوولسوالۍ كې دپوليسو په ګزمهوسلوالو طالبانو برید کړیچې له امله يې يو پوليس وژل شویاو يو بل پکېټپي شویدی.

چارواکی زیاتویچې په متقابل بريدكې يې په يوه موټر كې ناست څلوروسله والطالبان وژلی او موټر یی هم ويجاړکړیده.

وسله والو طالبانو دبرید مسولیت به غاړه اخیستی او پدې جګړه کې یی دخپلو دوو ملګرو وژنه منلی خو ادعا کوی چې پدې برید کې ییتر شلو پورېدولتی سرتيرو تهمرګ ژوبله اړولېځايي چارواكي بیاد دوى دا ادعا نه مني.

همدا ډول به خوست کې دپولیسو سیمه ایز چارواکی وایی چې دخوستپه ښاركې يې دوه كسان چې غوښتل يې له ښارنه يو سوداګر وتښتوي نيولي او اوس ترې پلټنې روانې دي.

دیادونې وړ ده چې به سیمه کې دژمی په تیریدو یوځلبه بمی چاودنو وسلوالو بریدونو او نورو امنیتی پېښو کې زیاتوالی راغلی چې ددغو پیښو زیاتره قربانیان ملکی وګړی وی .

پرون په قندهار کې په یوه ځان وژونکې حمله کې تقریبا درې کسان ووژل شول اودرویشتو نه زیات یې زخمیانشول.

د امنیتی چارو مسوولین وايي چه طالبانو په هغه ودانئ بانی حمله وکړه او چاودېدونکی مواد ېې والوزول چه دناتو قواوورڅخهدخپلو اکمالاتو لپاره استفاده کوله.

د سه شنبی په ورځ د جمهور رېس حامد کرزيناسکه وروراحمد ولی کرزي ملگرو ملتونو ته خواست وکړ چه دقندهار نه دې نه وځی.

احمد ولي کرزي وویل چې ملگرو ملتونوددغې حملې نه وروسته د ضرورتنه زیاتعکس العمل ښودلی دی.

ملگری ملتونه وايي چې د امنیتي وضعې د خرابیدلو له املهخپل پرسونلپه موقتي ډول راوباسي.

قندهارچې د طالبانو د پاڅوند راپورته کیدوځای دی، د افغانستان حکومت او ناټو قواوېغواړې چې د طالبانو نه یې د پاکولو لپارهپه کې شریکپوځي عملیات شروع کړي.

ملگرو ملتونو د دوشنبې په ورځ په قندهار کې د خپلو تقریبا دوه سوو مامورانونه وغوښتل چې کار ته دېنه راځي.

XS
SM
MD
LG