د لاس رسي وړ اتصالات

د مجاهدینو د بري کالیزه ولمانځل شوه


<!-- IMAGE -->

دا د مجاهدینو د بري اتلسمه کالیزه ده.

پدې مراسمو کی چی د یو لړ سختو امنیتی تدابیرو په ترڅ کی ترسره شول، جمهوریس کرزی ګډون نه وکړی.

هغه د جبوبی اسیا د غړو هیوادونو د همکاری د ټولنی سارک په سرمشریزه کی د ګډون لپاره بهوتان ته تللی دی، خو پدی مراسیمو کی د جهمور ریس دواړو مرستیالانو د حکومت، پارلمان، ستری محکمی ریسانو او عالی رتبه چارواکو د ناتو قوماندان د ملګرو ملتونو د عمومی منشی ځانګړی استازی په کابل کی میشت یو شمیر دپلوماتانو د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر مشرانو او د کابل ښار په زرګونو اوسیدونکو ګډون کړی وه .

ددی مراسمو په پیل کی د جمهور ریس لمړی مرستیال محمد قسیم فهیم او د دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردګ خبری وکړلی او بیا د کابل او نورو ولایتونو د پخوانیو مجاهدینو اود معيوبینو کوچنی ډلی د لوژ له مخی تیری شوی چی هغوی پسی د افغانستان د امنیتی قوتونو د قطعاتو رسمی ګذشت تیر شو دا مراسم د رحمان بابا او خوشال خان د لیسو د زده کونکو له خوا د اتڼ په ترسره کولو سره پای ته ورسیدل.

د افغانستان د جهمور ریاست لمړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم او د دفاع وزیر ستر جنرال عبذالرحیم وردګ په خپلو ویناوو کی تر ډیره حده د نړیړالو قواووله خواد افغانستان امنیتی قواوو ته د دغه هیواد د امنیت د سپارلو په مسله وغږیدل د نړیوالی ټولنی نه یی وغوښتل چی د افغانستان امنیتی ارګانونو ته د امنیت د سپرلو دمخه دی د افغان امنیتی قواوو د تجهیز غم وخوری.

مارشال فهیم د پیاوړی دولت لپاره د امنیتی ارګانونو پیاوړتیا ضروری وبلله وویل چی په افغانستان کی د حالاتو سمولو لپاره د محدره موادو او فساد سره مبارزه او خلکو ته د ښه حکومت کولوامکانات برابرولاوقانون پلی کیدل ضروری دی.

مارشال فهیم د افغانستان د ګاونډیو وغوښتل چی دا ومنی چی یو باثباته افغانستان د هغوی په خیر دی.

"زمونږ ګاونډیان زمونږ د ژوند او راتلونکی یوه برخه ده مونږ هغوی ته په داسی نظر ګورو د هغوی نه زمونږ تمه داده چی مونږ ته هم په همدی نظر وګوری".

د دفاع وزیر سترجنرال وردګ په ۱۹۹۲کال کی افغانانو ته د نړیوالو د شا وراړولو او د ۲۰۰۱کال د سيتمبر د ۱۱د پیښو وروسته افغانانو سره د هغوی په بیا ملګرتیا خبری وکړلی وویل چی د طالبانو د ماتی وروسته چی هرڅومره افغان حکومت نړیوال ټولنی ته د ډیورنډ د کرښی د هغی غاړی نهافغانستان تهد ورپیښو ګواښونو په باب وویل هغوی ورته غوږ کښینښود.

"دوستان او زمونږ متحدین د اوږدو کلونو لپاره هغه ګواښ چی مونږ د سرحد د هغی خوا نه تهدیدوی قانع نشول او په امنیتی سکټور کی اصلاحات په غیر متوازن ډول پلی شول".

سترجنرال عبدالرحیم وردګ وویل چی د ډیرو هڅو او اوږدو کلونو وروسته بالاخره دوی د نړیوالی ټولنی سره دی موافقی ته ورسیدل چی په کار دی په اوږده موده کی د افغانستان د امنیت د پیاوړی کیدلو لپاره افغان امنیتی قواووی پیاوړی شی.

سترجنرال وردګ د نړیوالی ټولنی وغوښتل چی د افغان امنیتی قواوو د تجهیز لپاره دی کلکی هڅی وکړی تر څو د افغانستان نه ددغو قواوو د وتلو وروسته افغان امنیتی قوتونه نه یوازی د هیواد دننهد ترورستانو سره د بشپړی مقابلی وړتیا ولری بلکه د کلاسیکو ګواښونو په وړاندی هم د خپل ځان نه د دفاع توان ولري.

"هیڅکله بهنه او نه هم نړی په کار ده چی دی ته اجازه ورکړو چی زمونږ د ۹۰لسیزی تراژیدی اود سپتامبر د ۱۱فاجعه بیا تکرار شي".

جنرال وردګ وایی چی د همدی امله په کار دی د افغانستان وسلوالو قواوو سره د کیفی او کمی لخاظه دومره مرستی وشی تر څو دا هیواد د سیمهایزو ماجراجویانو اونړیوالو ترورستانو د مرعی او غیر مرعی تیروو جرات سلب کړی.

د افغانستان د دفاع وزیر یو قوی افغانستان د سیمی او نړی د امنیت لپاره ډیر ضروری کڼی او وایی چی د ترورستی ګواښونو سره د مقابلی لپاره په سیمهایزه او نړیواله سطح یوی ګډی جبهی جوړیدلو ته اړتیا شته دی.

د پخوانیو مجاهدینو د بری د ورځی د ۱۶کلیزی د لمانځلولپاره غازی سټډیوم غوره شوی وه پدغه سټډیوم کید سټډیومجوړیدلو راپدی خوا په ډیرو اوږدو کلونو کی د لمړی ځل لپاره دپوځی رسمی ګذشت مراسم تر سره شوی دی.

د چهارشنبید ورځی دامراسم پرته د کومی امنیتی پیښی د رامنځ ته کیدلوپای ته ورسیدل.

وړم کال په همدی ورځد حکومت مخالفو وسلوالوددی ورځی د لمانځلو په غونډه بریونه وکړل چی ورسره د رسمی ګذشت مراسم د ګډوډی سره مخ شول د امنیتی اندیښنو له امله د جمهور ریس کرزی حکومت تیرکال ددغی ورځی د لمانځلورسمی مراسم فسخ کړل.

XS
SM
MD
LG