د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا نوی اقدام د مسلمانانو په گټه دی


د امریکا نوی اقدام د مسلمانانو په گټه دی
د امریکا نوی اقدام د مسلمانانو په گټه دی

<!-- IMAGE -->

د متحده ایالاتو برحالې خارجه وزیرې هیلري کلنټن او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې مډلین البرایټ د حکومت او خصوصي سکتور تر منځ د انډیوالۍ او همکارۍ د یوه داسې بندوبست اعلان کړیدی چې خیر یې د نړۍ اسلامي ټولنو ته رسیږي.

د متحده ایالاتو د کوکاکولا شرکت د خارجه وزرات د خصوصي عامه تشبثاتو د هلو ځلو ملگرتیا کوي. د کوکاکولا د کمپنۍ او حکومتي روابطو د چارو مرستیال بارکلې رېسلر ددغه نوي ا نتکار د اعلانېدو دپاره خارجه وزارت ته ورغلئ ؤ. دغه پروگرام کمپنیو ته دا فرصت په لاس ورکوي چې د اسلامي نړۍ سره مرسته وکړي. هغه وایي:

لوی نړیوال شرکتونه د کارو بار دچلولو د وړو کمپنیو په وده او د ټولنو په ښېرازۍ کې مرسته کوي. رېسلر وویل چې د کوکاکولا شرکت یوازې په عربي نړۍ کې د بوتلونو د جوړولو د فابریکو سره چې څلوېیښت زره خلک کار پکې کوي مرسته کوي. هغه دغه راز وویل چې کوکاکولا د فلسطین په علاقه کې دریم لوي استخدامونکئ شرکت دئ او دغه راز د پنگې اچولو په برخه کې پنځم مقام لري.

رېسلر وایي: موږ چې هر چېرې فعالیت کوو کارو بار مو محلي بڼه لري. هر ملک ته چې لاړشو د هماغه ځای د رسم او رواج تابع کېږو. موږ داسې اقتصادي ارزښتونه خلق کوو چې محلي ټولنو ته د منلو وړ وي او تل په خاصو شرائطو کې بالکل خاص روشونه غوره کوو.

د متحده ایالاتو د نوو وضع شوو معیارونو پر بنا همدغه خاص او ځانگړي روشونه او ابتکارونه د متحده ایالاتو د نوې پالسۍد کامیابۍ اصلي زړئ تشکیلوي.

د امریکا خارجه وزیرې وویل چې ددې نوي پروگرام په برکت به د متحده ایالاتو صنایع په اسلامي مجامعوکې په مدار مدار ځان ته کارو بار پیدا کړي او یابه وسایل او تکنالوژي د هغوی علمي مؤسسوته برابره کړي تر څو دغه ملکونه په خپل تجارت، سوداگرۍ او شغل کې بهبود راولي.

هېلري کلنټن وویل چې په ننۍ نړۍ کې دغسې دېپلوماسي قاطع اهمیت لري.

هغه وايي: دغه دېپلوماسي یوازې حکومتي او خصوصي سکتور په گډه چې امریکا خاص شهرت پکې لری عملي کېدای شي. د متحده ایالاتو دغه نوئ ابتکار د امریکایي ټولنې متنوع ډلې، ټول سکتورونه او صنایع به په گډه مهم پروگرامونه طرح کړي تر څو شوې ژمنې پوره کړي او ولسونو ته یې گټه ورسېږي.

د متحده ایالاتو پخوانۍ خارجه وزیرې مډلین البرایت د جمهور رئیس بارک اوباما د تېر کال هغې وینا ته اشاره وکړه چې په مصر کې یې وکړه. اوباما د اسلامي نړۍ سره د انډیوالۍ او همکارۍ ژمنه وکړه.

مډلین البرایت وویل چې د امریکا دغه نوئ ابتکار د جمهور رئیس اوباما هغه بصیرت تقویه کوي چې اسلامي ټولنو ته اقتصادي فرصتونه برابر شي او تجارتې سکتور یې تقویه شي اودغه راز په ساینس، تېکنالوژۍ، معارف او افرادو تر منځ د افکارود تبادلې په ساحه کې ترقي وشي.

البرایت وایي: دغه ټولې گډې پروژېکولای شي چې دمتحده ایالاتو او غټو اسلامي ملکونو تر منځ د روابطو مزي د فلسفي بنیادونوپر بنا وغړل شي او زه فکر کوم چې په کار دي موږ بیابیا په دوه اړخیز تفاهم، دوه اړخیزو گټو او متقابل احترام باندې تأکید وشي.

مډلین البرایت اوس د متحده ایالاتو دغه نوئ ابتکار په واشنگټن کې د اسپن د ادارې د رئیس والټر آیزکسن سره په گډه پر مخ بیایي او د کوکاکولا د شرکت یو مامور مهتار کنټ هم د هغوی سره ملگرئ دئ.

XS
SM
MD
LG