د لاس رسي وړ اتصالات

د نیستمنۍ په خلاف مبارزه پیل شوې


<!-- IMAGE -->

د متحده ایالاتو او دنړۍ د دریو لویو شته منو هیوادونو د مالیې وزیرانو د نړی والي لوږي او نېستمنی د له منځه وړلو دپاره مبارزه پیل کړې ده .

دنړئ د خوراکی موادو او امنیت ددغه پروگرام هدف دا دی چی په مخ پر انکشافو هیوادونو کی د کروند گرو سره مرستی وسی او په نړۍ کی هغو یو میلیارډ انسانانو ته خوراکی مواد ورسېږی چی د لوږی سره لاس او گریوان دی.

ماهران وایی د اقتصادی بحرانونو چاره له نېستمنو خلکو سره تر مالي مرستی د کروند گرو سره د مرستو له لاری په بهتره توگه کېدلای سی.

د امریکا ږغ خبریال د د پیرو د هیواد د یوه کروندگر له قوله وایی د خوراکی موادو مرسته هیڅ وخت زموږ دپاره ښه نه ده ځکه چی که تاسی زموږ هیواد ته وریجی را ولېږی نو خپلی وریجی پر چا باندی خرڅی کړم. او د وریجو د کرلو په بل موسم کی به د تخم د رانیولو دپاره پیسې له کومه کوم.

خبریال وایی په بشری بحرانونو کی تر هر څه دمخه دخوراکی موادو ویشلو ته توجه کېږی مگر کله چی یوه هیواد ته وړیا خوراکی مواد وروړل کېږی نو تاوان یې بیا هم کروندگرو ته رسېږی.

او کله چی کروند گر نېستمن سی نو په راتلونکي کال کی پخپله په هیواد کی د خوراکی موادو یو بل بحران راځی.

د جنوری په میاشت کی چی هېټی زلزلې وځبله او خلک یې له هره پلوه له بحران سره مخامخ سول ، پخپله د هېټی جمهوریس په واشنگټن کی وویل کی چی هغه هیواد ته د خوراکی موادو لېږل ډېر ضروری دي مگر له بده مرغه چی دغه مواد په اوږده موده کی کروند گرو او دکاروبار څښتنانو او په عمومی توگه اقتصاد ته صدمه رسوی.

مگر مرسته کونکي موسسې وایی دوی کولای سی چی د خلکو د اړتیا وړ مواد د دې پر ځای چی له بهر څخه ی ېوارد کړي پخپله په مصیبت ځبلو هیوادونو کی واخلی او په هغه هیواد کی یې پر نېستمنو خلکو ووېشی.

د اروپایی هیوادونو اتحادیه، کاناډا او دخوراکی موادو نړی واله موسسه تر ممکنه حده پوری په مصیبت ځبلو هیوادونو کی دننه خوراکی مواد اخلی او په هغه هیواد کی یې توزېع کوی.

خو په مرسته کونکو هیوادونو کی یوازی متحده ایالات په دغه راز پالیسی کی شاته پاته دی ځکه چی امریکا پخپله اضافی خوراکی مواد لری او مجبوره ده چی خپل خوراکی مواد نېستمنو هیوادونو ته یوسی.

د متحده ایالاتو کانگریس اوس پر دې موضوع باندی بحثونه کوی چی متحده ایالاتو ته اجازه ورکړی چی د مرستو مواد پخپله په هغو هیوادونو کی واخلی چی له بحران سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG