د لاس رسي وړ اتصالات

په بلوچستان کې د ښوونځي پر نجوڼو تیزاب پاشل شوي


په بلوچستان کې د ښوونځي پر نجوڼو تیزاب پاشل شوي

په بلوچستان کې د ښوونځي پر نجوڼو تیزاب پاشل شوي

<!-- IMAGE -->

پاکستاني پولیس وايي چې ناپېژندل شویو سړیو د هغه ملک په جنوب لویدیځه سیمه کې پر درو خویندو باندې تیزاب پاشلي او سختي یې زخمي کړي دي.

په دغو نجونو باندې چې عمرونه یې د ۱۴ او ۲۰ کلونو ترمنځ وو، پرون د بلوچستان په قلات کې دا تیزاب وپاشل شول.

دا په ورستیو اونیو کې دوهمه دغه راز حمله ده چې په بلوچستان کې کېږي. مخکي هم سړیو په دوو خویندو باندې تیزاب پاشلي و.

پولیس وايي چې ددغو دواړو پېښو حمله کونکي نه دي پیدا شوي. په هغه سیمه کې داسي حملې عموماْ د قبیلوي دښمنیو په اساس هم کېږي.

XS
SM
MD
LG