د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې بیا پر ماشومانو حمله شوې


په چین کې بیا پر ماشومانو حمله شوې

په چین کې بیا پر ماشومانو حمله شوې

<!-- IMAGE -->

د چین دولتي مطبوعات ریپوټ ورکوي چې یو سړي نن د ښوونځي په یوې ډلي ماشومانو باندې په سوټک حمله وکړه او وروسته یې خپل ځان وواژه.

د ( سینهوا) خبري آژانس وايي چې دغه سړی د (شان دونګ) د ولایت په ( وي فانګ) کې په یوه لومړني ښوونځي ورننوت او په خپل سوټک یې پنځه ماشومان زخمي کړل. هغه وروسته په ځان باندې تیل وشیندل او ځان ته یې په داسي حال کې اور واچاوه چې دوه ماشومان یې په تخرګ کې ټینګ نیولي وو.

یوه مامور ( سینهوا) خبري آژانس ته وویل چې ښوونکو دغه ماشومان وژغورل.

ددغو پنځو زخمي شویو ماشومانو حال ډیر سخت نه دی او د مرګ د خطر سره مخامخ نه دي او په روغتون کې یې علاج کېږي.

XS
SM
MD
LG