د لاس رسي وړ اتصالات

پیټریس: طالبان کیدای شي حملې زیاتې کړي


پیټریس: طالبان کیدای شي حملې زیاتې کړي
پیټریس: طالبان کیدای شي حملې زیاتې کړي
<!-- IMAGE -->

د متحده ایالاتو د مرکزې قوماندانئ عمومی قوماندان جنرال ډیوېډ پیټریس وايي مخکې ددې نه چې په قندهار کې د طالبانو په خلاف پلان شوي نظامي عملیات شروع شي، ډیر امکان شته چې طالبان به خپلې حملې زیاتې کړي.

په دې وروستیو وختونو کې د قندهار په ښار کی د بمونو چاودنې، ترورونه او د طالب جنگیالو حملې زښتې زیاتې شوي دي.

جنرال پیټریس د جمعې په ورځ د خبرو په وختومنلهچې د ښار امنیتی وضع مخ په خرابیدو ده.

جنرال پیټریس وړمه ورځ په قندهار کې خبریالانو ته وویل چېپه دغه ولایت کې په راتلونکو څو هفتو او میاشتو کې ددې نه همسختې شیبې راشي او زیاته یې کړه چې دښمن هم د هغه په وینا خپل گوزار کوي او په عراق کی زمونږ تجربه ښيي چې د امنیتي شرایطو د ښه کیدو نه مخکې وضع خرابیږي.

د قندهار ښار تهد ناتو او امریکا پوځونهددې لپارهور رواندي چې د افغاني قواو په ملگرتیا د ولایت نه د طالبانو د ایستلو لپاره عملیات وکړي.

قندهار د طالبانو د پاڅون د راپورته کیدلوځای دی او جنرال پیټریسوویل چې په امریکا باندې پهکال یو دپاسه دوه زره میلادي د سپټمبر د یوولسمې د حملو پلانپه همدېښار کې تیار شوی وو.

له بلې خوا، ناتو وايي د افغانستان د زابل په ولایت کې د ملکي خلکو د وژلو دتازه ادعاگانو په اړه تحقیقات کوي.

ناتودا اعلان وروسته دهغې وکړ چې د زابل د ولاېت مامورانو پرون ووېل چې خارجی عسکرو په ېوه موټر باندی ډزی وکړی ، ېوه ښځه او ېو ماشوم ېې ووژل.

حکومتی مامورانواييچې پرون دناتو ېوه پوځقطارعمومی سړک دسړک په غاړه د ېو بم خنثی کولوپه خاطرتړلی ؤ او کله چې ېو ملکی موټر ورنژدی شو نو عسکرو پری ډزی وکړی ځکه چې د اشارو باوجودونه درېده.

په افغانستان کی د خارجی عسکرو له خوا دملکی وگړو وژل دافغانستان دحکومت او ناتوترمنځ د اړېکو لپاره ېوهحساسه موضوع گڼل ده او هرکله چې ملکی خلک ووژل شی نود خلکو غوصه راپاروی او د حکومتمامورېن ېې غندنه کوی.

XS
SM
MD
LG